پوډریان: که مو حکومت درملنه نه کوي سیند ته مو دې ګزار کړي


د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزي د سازمانونو هغه ارقام اوس له ورایه ښکاري چې وایي لږ تر لږه یو ملیون تنه په افغانستان کې په مخدره توکو روږدي شوي دي.

د کابل په لارو کوڅو کې به داسي ځای نه وي چې په یوه او دوو پوډریانو او یا هم د هغوي په ډلو مو سترګي و نه لګیږي.

په مخدره داروګانو دغه روږدي کسان په ککړ چاپریال کې په ډیره غیر خوندي توګه په یوه پیچکاري څو تنه مخدره توکي زرقوي او تر څنګ یي د دغو داروګانو دوخړې هم پورته کوي چې روغو انسانانو ته هم زیان رسوي.

یو شمیر دغه په هیروینو او تریاکو روږدي  کسان چې ډیری یی ځوانان دي له حکومت څخه ګیله من ښکاري.

هغوي  وایی چې سرکار دوي هیر کړي، نو ځکه یي درملنه نه کوي که یي درملنه  شوي وای نو شمیر به یي دومره نه زیاتیدای. د برمک او سردار په نامه دوو تنو په هیروینو روږدو کسانو چې وایي په ایران کې روږدي شوي خپل شکایت داسي راته بیان کړ.

 (( که مو حکومت علاج نه کوي مونږ دي ټول په الوتکه کې واچوي او له هوا مو دي سیند ته را ګزار کړي چې رانه  خلاص شي)).

(( زوږدي کسان څه وکړي دلته دلالان پوډر راوړي څوک په سل څوک په یو نیم سل یي خرڅوي، مونږ پوډریان خو کوم بل کاروبار نه شو کولای چې پیسې برابري کړو مجبور یو چې غلا وکړو او په پیسو یي پوډر وپیرو)).

د عامې روغتیا وزارت شمیري ښيي چې  دمګړي په ټول افغانستان کې د معتادینو د درملني لپاره څه باندي ۹۵۰ مرکزونه شتون لري.

د عامې روغتیا وزارت وزیره ثریا دلیل په مخدره توکو د روږدو کسانو د تداوۍ په برخه کې سږني پرمختګونه د تیرو کلونو په پرتله بي ساري لوړ بولي.

ثریا دلیل:

((مونږ تیر کال د  ۱۱۹۵۰ روږدو کسانو د درملني وړتیا لرله چې سږ کال دا وړتیا شل زرو ته لوړه شوي ده او دا ښيي چې زمونږ د درمنلي کچه له ۲ اعشاریه ۸ سلنې څخه ۵ اعشاریه ۹ سلنې ته لوړه شوي ده..

حکومت د هر روږدي کس د درملني لګښت تر زرو  ډالرو پوري بولي چې د نړیوالي ټولني له لوري ورکول کیږي .

د نشه یي توکو سره د مبارزي د وزارت د شمیرو له مخي افغانستان اوس مهال له یو ملیون تنو زیات په نشي توکو روږدي کسان لري.

چې په تیرو لسو کلونو کې یې له دغې شمیري د لږ تر لږه اته سلنه روږدو کسانودرملنه کړي چې نیمايي هغه یي تر درملني وروسته بیرته په نشو روږدي شوي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: