طالبانو او اسلامي حزب ته په لويه جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.


 د لويې جرګې د چارو د سمبالولو کميسيون مشر صادق مدبر، طالبانو او حزب اسلامي ته بلنه ورکړې، چې په راتلونکو څو ورځو کې، جوړېدونکي لويه جرګه کې ګډون وکړي.

نوموړي په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې د طالبانو او اسلامي حزب ځواکونو، چې په افغانستان کې ژوند کوي، کولی شي په دې لويه جرګه ګې شرکت وکړي، په دې شرط، چې د افغانستان اساسي قانون ومني.

راتلونکې لويې جرګې ته شاو خوا ۳ زره کسان، د افغانستان له مختلفو سيمو راغوښتل شوي دي؛ خو يو شمېر خلک وايي، چې هغسې عنعنوي لويه جرګه نه ده، چې رښتيني مشران به په کې ګډون کولو، بلکې زياتره يې حکومت پلوه کسان دي او د دې لپاره راغوښتل شوي، چې له امريکا سره د امنيتي تړون لپاره هوکې وکړي.

د يادونې ده، چې د طالبانو او د حکمتيار د اسلامي حزب لخوا، لا مخکې پر دې جرګه نيوکې شوې وې او رد شوې

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: