ملا عمره مونږ ته ښې ورځې نصیب کولی شې؟


ویاړله ملا محمد عمر اخند صاحب، اسلام علیکم

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ.

 الله تعالی د تاسې تل تر تله د ښه صحت او نیک زړه خاوند ولري او د تاسو او په ټولو مسلمانانو باندې دې دا ژوند په خوشحالې او په حفاظت کې تیر کړي

.

ملا صاحب، ما ته هغه ورځې یادیږي چې د ستاسو د اختر پیغامونو سره به ټول وطن او ټول اسلامي ولس خوشحاله شو او په زړونو کې به یې د امید بڅرکۍ روښانه کړ. ستاسې دا یو څو ټکې یادوم چې مونږ ټول يې خوشحاله کړي وو:

د حق دسنګرساتونکومجاهدینو ته:

الف : دجهاد ديوه مهم رکن په توګه دخپل امير او درکړل شوی لائحې  داطاعت اصل په بشپړه توګه په پام کې ونيسئ!

ب:  کوم احتياطي تدابير چې وخت په وخت تاسو ته دخپلو مشرانو لخوا وړاندې کيږي تاسو  يې بايد په کلکه عملي کړئ ، اوکه په دې برخه کې غفلت کوئ ، او دخپل وس په اندازه احتياط نه کوئ ، نو کيداى شي چې هم په دنيا کې ددښمن لخوا زيان درورسيږي، او هم به عندالله ته مسئول ياستئ

ت : له عام اولس سره دچلند په برخه کې بايد ډير هوښيار واوسئ ، په ښواخلاقواو نيک چلند سره دخلګوزړونه لاس ته راوړئ. کله چی د چا په هکله راپور درته رسیږي، نولومړی ښه تحقیق پکښې کوئ، په غلطو او غرضي راپورونو چاته تکلیف مه ورکوئ.  ، د ولس دنيکومشورو او نظرياتو پوره خيال وساتئ! تاسو  چې له عامو خلکو سره برخورد کوئ ، نوله ځان سره دافکر وکړئ  چې که چيرې له ما سره وسله نه واى او يوعام سړى واى له خلکو سره به مې چلند څنګه وو؟ يا هغه څوک چې زه ورسره مخامخ يم که مي پلار،ورور ،يابل نژدې قريب واى نوڅه ډول برخورد به مې ورسره کاوه ؟ مجاهدين دې په هر حال له خلکوسره  همداسې له عطوفت او مهربانۍ ډک چلند وکړي ، او په هيڅ وجه دې ځان له خلکو لوړ او پر هغوئ برلاسی نه بولي.

ج : ترڅوچې دامارت دمشرتابه لخوا درته دكوم کار په باره کې امر نه وي شوى ، يا خپلو ولايتي مسؤلينو اجازه نه وي درکړې ، په خپل سرپه خلکو امرونه او بنديزونه مه تحميلوئ ! دغه کار جهاد او مجاهدین بدناموي ، دښمن ته د منفي تبلیغاتو موقع په لاس ورکوي او دولس او مجاهد ینوترمینځ درز پیدا کوي. دغه راز تروسه وسه درکول شوي اوامر بايد دسيمې له خلکو او سيميزو علماء کرامو سره په مشوره عملي کړئ .

د : داسلامي امارت مربوط هيچاته دا اجازه نشته چي په زورله چاڅخه پيسې واخلي، نوکه دمجاهد ياپه كوم بل نامه څوک له ملي تجارانو،زميندارانو او شتمنو خلکو څخه د ټوپک په زورپيسې اخلي او د پيسو لپاره خلک تښتوي په کلکه يې مخنيوى وکړئ! او که مو لاس پرې برشو نو لازمه شرعي سزا ورکړﺉ! د خلکو د سر او مال ساتنه  د جهاد له سترو اهدافو څخه ده.

ه : په پاي کې بايد ووايوچې په جهادي عملياتو سربيره علمي مطالعه او زده کړه ، ديني دعوت ، مأثوره اذکار او وظائف ، بدني تربيه او جهادي تدريب ته هم خاص وخت ورکوئ، صورت اوسیرت مو باید په مقدس شریعت برابر وي, اود ولس په منځ کې  د سپيڅليو ، خدايپالو ، مصلحو ، او خيرخواه انسانانو په توګه ژوند غوره کړئ !

و : د مجاهدینو لائحه اوس هرې جبهې او ولایت ته رسیدلې ده، د هر ولایت مسئوول باید یقیني کړي چې مجاهدین یې د لائحې په موادو پوه شوي او عمل پرې کوي .

ملا صاحب، رښتیا چې د بني ادم وهل او شکنجه کول، د انساني کرامت خلاف عمل دی. د انسان وژل، هغه هم بې محاکمې خو بیخي لویه ګناه ده. تا د انسان لومړني حقونه یاد کړي دي. په لومړنیو حقونو کې ژوند، تعلیم، خوراک، څښاک، د بیان او د عقیدې آزادي، او د سیاسي فعالیتونو آزادي ټول شامل دي.

ماته، د ستاسو مخکني پیغام د ټولو څخه مهم پیغام و ځکه چې د اول ځل لپاره مو زمونږ ماشومانو ته تمه ورکړه چې ځان ته پوهنه او علم خوښ کړي.  په علم او پوهنه کې هم د ځان، هم د خلکو او هم د وطن آبادي او روښني ده. همدغه علم دۍ چې انسان الله پاک ته نږدې کوي.  او مهمه ده چې دوي علم ولري ځکه چې که بې علمه وي نو بیا دوی د خپل ځان، خلکو، او وطن خدمت پوره کولي نشي. له دې خبرې سره مو زموږ متدين ولس دخپل ګډ کور جوړول او له لویشت لویشت نه مو دفاع خپل مسؤلیت وکانه.  خپلې ټولې ډلې ته مو بیا بیا وویل چې دوی د هڅې وکړي خپل دیني، ملي او انساني مسؤلیت رفع کړي، د افغانستان بقاء او د سیمې او نړۍ امن تضمین کړي، د ولس آزادي، سرلوړي  او سیاسي استقلال ترلاسه کړي، او خپل ولس ته له دې خطرناک حالت څخه نجات ورکړي. په دې ټکو کې مو ښکاره کړه چې نه د تحریک طالبان پاکستان سره او نه د القاعدې سره متحد یاستۍ.  له دې څرګندونو څخه مو هم مننه.

  سورة العمران:  ۱۰۳

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ۗ كَذَ‌ٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

خو کاشکي چې ستاسو خبرې عمل شوې هم وۍ.  کاشکي چې ستاسو ډله د ستاسو په خوله وۍ.  کاشکي چې دوی خلک نه ځورول. کاشکي چې دوی زمونږ ماشومان درس ته پریښودلۍ.  کاش چې زمونږ واړه او زاړه په ازاده توګه جومات او بازار ته تللۍ شوۍ. کاش چې ستاسو پیغامونه په یخ نه وای لیکل شوي او بیا لمر ته نه وای ایښۍ.  اوس به هم د ستاسو پر پیغامونو خلک خوشحاله کیدل.  په زړونو کې به یې امید میندۍ او تاسو نه به یې په خپلو زړونو کې ځي درکړۍ و.

ملا صاحب، زما په خبر خفه نشې! اوس ناوخته نده.  اوس هم کولای شۍ چې ځان ته د ټولو افغانانو پر زړونو کې ځای پیدا کړۍ. او اوس هم ولس د ستاسو په پیغامونو خوشحاله کیږي خو امید یې نشته.  نو لکه چې تاسو خپلې ډلې ته ویلي:  کوم احتياطي تدابير چې وخت په وخت تاسو ته دخپلو مشرانو لخوا وړاندې کيږي تاسو  يې بايد په کلکه عملي کړئ. ، تاسو بايد ددې ولس هر عام وګړى ، سپين ږيرى ، ځوان  ، ماشوم او ښځې ته  په درنه سترګه وګورئ.  نو اوس به خپله ډله تر هغو وخته تر فشار لادنې راولۍ تر څوچې د ستاسو دا نیک ټکي عمل شي. یوازې په پیغامونوکارنشي کیدي.  خبرې  بس دي .یو کال بعد به د ناټو ټول قوتونه ووزي. تر بل هر وخت تر اوسې دا مهم دی چې دا ټولې ښکلې لارښونې مو عمل شي.  ټول طالبان باید له عام اولس سره  نیکه رویه وکړي.  دوی دې په هر حال له خلکوسره  همداسې له عطوفت او مهربانۍ ډک چلند وکړي ، او په هيڅ وجه دې ځان له خلکو لوړ او پر هغوئ برلاسی ونه بولي.  پر یاد مو وي چې د ستاسو ډله چې راپورته شوه په داسې وخت کې وه چې پر افغانستان کې رڼا ورځې ډیر لږ لیدل کیدې.  اوس هم همغه وخت دۍ.  تاسو هغه وخت یو ځل د خلکو پر زړونو کې ځاې پیدا کړ، اوس یې هم کولای شۍ.  باید د اسلام او پښتنو په لار روان شۍ.

سورة الزمر: ۰۹

أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ ۗ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ

  سورة البقر: ۲۶۹

يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ

په درنښت، ستاسو مخلص

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: