میدان وردګ څلور وسله وال وژل شوی


په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکې ونیول شول .
د میدان وردګو د والي وياند په وينا د مرکز میدان ښار په دره کهنه سیمه کې د ګډو کورنیو ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو لوی زیرمتون چې په کې شپږ زره کیلو ګرامه بېلابېل ډوله چاودېدونکي توکې ځای پر ځای شوي وو،کشف او ترلاسه کړل.
دى وايي د دغه چاڼیزو عملیاتو پر مهال د یادو بېلابېلو چاودېدونکو توکو په تور څوک ندي نیول شوي او په ترسره شوي عملیاتو کې ملکي او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان هم ندی اوښتی.
بله خوا د همدي ولايت د امنيتي چارواكو په وينا تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په قول پیرک سیمه کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي،همدا راز د نرخ ولسوالۍ په ده حیات سیمه کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو به ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی دی .
له طالبانو ددغه خبر په هكله معلومات نه دي ترلاسه سوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: