وزيرستان کې ۳ سرتېري وژل شوي


 د بي بي سي د خبر له مخې په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد له امله درې امنيتي ساتونکي وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.له بريده وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلا بنده کړې او د ميرعلي او ټل ترمنځ لاره يې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. بل خوا د خيبر پښتونخوا په صوابۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې د بريد پر مهال څلور وسله وال وژل شوي دي. حکومتي تلويزيون د صوابۍ د پوليسو د مشر له قوله ويلي، د نتهيان د تلاشۍ پر پوستې ۱۲ وسله والو بريد وکړ، چې پوليسو په ځوابي بريد کې په شا وتمبول.صوابۍ له تېر څه وخت راهيسې د طالبانو تر بريدونو لاندې ده او ځايي رسنۍ وايي څه موده وړاندې هم د پوليسو پر يوې پوستې د بريد پر مهال دوه پوليس ووژل شول. په شمالي وزيرستان کې چارواکي وايي د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې اووه طالبان ووژل شول.د معلوماتو له مخې په وژل شويو کې د طالبانو يو ځایي قومندان قاري سیف الدين هم و. دغه ی بريد د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې په يوه موټر کې وشو

وزيرستان کې ۳ سرتېري وژل شوي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: