د سعودي مفتي اعظم : ځانمرګي بریدونه لوی جرم او لویه ګناه ده


د سعودي عرستان مفتي اعظم شیخ عبدالعزیز ال الشیخ ویلي چې ځانمرګی برید ترسره کول لوی جرم دی او دا ډول کارونه هغه خلک کوي چې غواړي ژر دوزخ ته ورسیږي.

د سعودي مفتي اعظم دغه څرګندونې ددغه هیواد (الحیات) په نامه ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زیاته کړه : (( پخپله ځان وژل لوی جرم او لویه ګناه ده.))

نوموړي ویلي چې ځانمرګي بریدونه د مسلمانانو د ځوان نسل د ګمراه کولو پر وړاندې یوه لویه دسیسه ده.

شیخ عبدالعزیز وایی چې اسلام دیوه تن ځان وژل حرام ګرځولي ،نو بیا ځانمرګي بریدونه څه ډول جایز کیدای شي.؟

د سعودي مفتي اعظم ویلي چې ځانمرګی برید کوونکی نه یواځې د مسلمانانو بلکې د ټول بشریت دښمن دي.

هغه وایي : (( دا کار هغه خلک کوي چې غواړي ځان ژر دوزخ ته ورسوي. ))

د یادونې وړ ده چې  د سعودي مفتي اعظم تر دې مخکې هم د خپلو شخصي ګټو لپاره ترسره کیدونکي ځانمرګي بریدونه حرام ګرځولي وو او  د تیر حج د خطبې پر مهال هم یې هم دا ډول څرګندونې  کړې وې او دغه کار یې غندلی و.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Dec 17, 2013 @ 13:51:23

    طالبان کوم دیني مراسم په ځای کوي چې ځانمرګي بریدونه حرام دي؟

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: