په کندهار کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين پيل سو


ددي سره په يوه وخت کې چې د افغانستان په سهيلي حوزه کې د تېرو کلونو خلاف په يو زيات شمېر سيمو کوکنار کرل سوي دي ور سره سم چارواکي وايې چې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين يې پيل کړى دى او تر دي بريده يې تر پنځوس جريبه زياته ځمکه له دي بوټي څخه خلاصه کړي ده.

د کندهار د امنيت آمر رحمت الله اطرافي نن د يوي خبري غونډي پر مهال وويل چې په کندهار کې يې د نشيي توکو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړي او تر دي مهاله يې لسګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کر څخه پاکه کړي ده.

ده وويل چې د کوکنارو د کرلو په تړاو يو شمېر کسان هم نيولي دي کوم چې دا مهال تري پوښتني ګرويږني کيږي.

((موږ په کندهار کې د کوکنارو د مخنيوي لپاره له اوس څخه هڅه پيل کړي ده ځکه مو په لسګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کر څخه خلاصه کړه تمه لرو چې سږ کال به په دي برخه کې د پام وړ لاسته راوړني ولرو.))

له بلي خوا ويل کيږي چې د کندهار په ميوند، ژړۍ، پنجوايې، شاولي کوټ، تخته پل، ارغستان اوځينو نورو ولسواليو کې د کوکنارو پراخه کر کيله سوي ده.

سيمه ايز اوسيدونکي او کروندګر وايې چې دولت د اقتصادي چارو د پياوړي کيدو او له دوى سره د مرستو په برخه کې هغه څه نه دي کړي کوم چې اړين دي.

د کندهار د امنيت آمر په دي تړاو زياتوي چې د وزارت له لوري پوليسو ته امر سوى چې د کوکنارو د کر کيلي مخه ونيسي او همدا ډول دوى د يوي رهبرۍ لاندي خپل کمپاينونو ته دوام ورکوي.

نوموړى وايې چې مخکي کلونه يې هم خلکو ته د کوکنارو د نه کرلو ګواښ کړى او سږ کال مخکي له دي چې کوکنار وکرل سي خلکو ته ويلي دي چې له دي مضر بوټي څخه لاس واخلي ولي بيا يې هم کوکنار کرلي او خامخا به د پوليسو له لوري واړول سي.

((زموږ دغه کمپاين به تر هغه پوري دوام وکړي تر څو د کندهار د ټولو سيمو څخه د کوکنارو بوټي له منځه وړو دا زموږ دنده ده او دلته زموږ رهبري زياته پياوړي ده)).

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې زياتو کروندګرو تېر کال هم کوکنار کرلي ول ولي د کوکنارو د کر سره سره يې زيات زيانونه ځکه وليدل چې د کروندګرو په وينا بهرنيانو پري داسې درمل شيندلي چې کوکنار حصول ته ورسيږي ولي تارياک نه ورکوي.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jan 09, 2014 @ 11:13:35

    شکور چې پیل شوه! دې کوکنارو منتقه نیږدې ټوله د طالبانو په لاس کې ده او د کوکنارو په پیسو رمونږ خپل سپیڅلي افغانان وژل کیږي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: