پیښور کې چاودنې درې افغان کډوال وژلي


پژواک دخبر له مخې په پېښور ښار کې د يوې چاودنې له امله درې افغان کډوال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.پاکستانۍ رسنيو د مرغومي په ١١مه خبر ورکړى، چې دا چاودنه پرون مازديګر ناوخته د پېښور ښار د پندو په سيمه کې شوې ده.سرچينې زياته کړه، چاودنه پر يوې رېکشې شوې چې له امله يې درې افغان کډوال وژل شوي او د يو شمېر افغانانو په ګډون ٦ نور ټپيان دي.د ياسين خان په نوم د پوليسو يوه سيمه ييز افسر رسنيو ته ويلي، چې دا چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله شوې او وژل شوي افغانان په رېکشه کې سپاره وو.د عزيزالله په نوم يو افغان چې په پېښور کې اوسېږي، وويل، چې دوى هم خبر شوي چې په ياده چاودنه کې افغانان وژل شوي دي.د هغه په وينا، دغه افغانانو په پندو سيمه کې اوسېدل او په رېکشه کې خپلو کورونو ته روان وو.د يادونې ده، په پاکستان کې اوس هم شاوخوا دوه ميليونه افغانان مېشت دي چې ډېرى يې د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت او پېښور ښار کې مېشت دي.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jan 09, 2014 @ 11:03:09

    ده افغانان ولې ووژل شول؟ دا چه وژلي؟ طالبان او د دوی ملګري ول؟ که دوی ول نو بیا ولې؟ دو افغانانو دوی ته خپل ماشومان نه ورکول چې طالبان د دوی نه ځانوژونکي چوړ کړي او یا يې ووژل ځکه چې دوی طالبان نه منل؟

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: