کندهار: په پنجوايي ولسوالۍ کي د عملياتو تر سره کېدل.


د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وائې چي تیره ورځ افغان ملي امنيتي ځواکونو د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي د يو راپور په اساس ګڼ شمیر مهمات او وسلې کشف او ترلاسه کړي دي.
ياد مهمات د پنجوايي ولسوالۍ په مشان سيمه کي يو باغ ته څیرمه ځای پر ځای سوي وه چي د پوليسو له خوا په ډېر مهارت کشف او تر لاسه سول.
د مهماتو له جملې څخه ٤ کلاشينکوفونه يو ثقيل، ٣ دوربينونه، ٣ فيره د پيگا مرمۍ، ٤ ميله د هشتاددو ګولۍ او ١٠٠ کيلو ګرامه باروت د ملي او سيمه ييزو پوليسو په ګده همکاري کشف او تر لاسه سوي دي .
له يادو مهماتو سره د تړاو په تور دوه تنه شکمن کسان هم نيول سوي چي اوس مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دي.  تر اوسه مالومه نده چې دا کسان افغانان دي که پاکستانیان او یا د بل ملک کسان..
همدارنګه د يادې ولسوالۍ په تلکان او زنګاباد سيمو کي د سيمه ييزو پوليسو له خوا ٦٤ حلقې ماينونه هم کشف او خنثی سوي دي.

څرګندون پریږدئ