زابل: ماين چاودنو ٥ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


په زابل کي پنځو تنو ته په بمي چاودنه کي مرګ ژوبله واوښته.
د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال مومند نصرت يار وايې چې تېره شپه ماخستن ددي ولسوالۍ په ټکه تو سيمه کي څلور تنه وسله وال ماين ښخونکي هغه مهال د خپل ماين ښکار سول کله چې يې په سيمه کي ماين ځاى پر ځاى کوى .
هغه وايې چې په دي پېښه کي دوه تنه وسله وال وژل سوي او دو تنه نور ټپيان سوي دي، چي د وسله والو طالبانو له لوري له سيمي څخه ليږدول سوي دي .
نوموړى د يو بل خبر له مخي وايې چي تېره ورځ ناوخته د همدي ولسوالۍ په سرخ سنګ سيمه کي د ماين په يوه چاودنه کي يو کوچى وژل سوى .
هغه وويل چې ماين د لويې لاري پر سر د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري ځاى پر ځاى سوى وو.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښو په اړونده څه نه دي ويلي.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jan 09, 2014 @ 11:46:59

    مه کوه پر بل چا چې وبشي پر تا

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: