ډېر ميرمني سته چې خاوندان وهي ټکوي


ددي تر څنګ چې هره ورځ د ښځو، ماشومانو او نورو سره دتاوتريخوالي راپورونه خپريږي ولي دا ځلي د نارينه وو په وړاندي chinese-husband-hides-as-wife-beaten-raped-00-560x365تاوتريخوالي په لومړي راپور کې ويل سوي دي چې د تېر يوه کال په اوږدو کې شل تنه نارينه د کورني تاوتريخوالي سره مخ سوي دي.

د افغانستان د بشري خقونو خپلواک کميسون په خپل تازه دمه خپاره کړي راپور کې ويلي دي چې د تېر يوه کال په اوږدو کې شل داسې قضيي ور سره ثبت سوي دي کوم چې ښځو پر نارينه وو واک چلولى او د هغوى سره يې ځپلي دي.

د بشري حقونو د کمیسون د سیمه ییزې څانګې د ښځو د برخې مشرې پروین رحیمي ويلي دي چې د روان لمریزکال له پیله تر دې مهاله دوی سره د نارینه وو په وړاندې د تاوتریخوالي شل قضیې ثبت سوي دي.
میرمن رحیمي وایي له نارینه وو سره د ښځو له خوا تاوتریخوالی رواني، روحي او لفظي بڼې لري.941837_WIFE2_JPG4934e26ad1b0a55e2323972dd31e9e22

که څه هم د تېر کال په اوږدو کې د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي شاوخوا څلور زره پېښي ثبت سوي دي ولي د نارينه په وړاندي هم ددي پېښو کچه لوړه ده په داسې حال کې چې د همدي کميسون د ښځو د څانګي مشري ويلي دي نارينه يې د شرم له امله نه په ډاګه کوي.

په افغانستان کې د نارينه وو په وړاندي تاوتريخوالى تر هغه کچي زيات دى کوم چې د بشري حقونو خپلواک  کمويسن يې په اړه معلومات ورکړي دي.

په ننګرهار کې د ټولنيزو چارو کارپوه محمد علي اعظمي وايې چې د نارينه وو په وړاندي تاوتريخوالى خورا زيات دى او په کورونو کې ښځي ددي لامل کيږي چې نارينه تر خپل واک لاندي راولي ولي له دي ډول کړنو وروسته د ښځو په وړاندي تاوتريخوالى هم را منځته سي.

نوموړى وايې چې ډېر نارينه دي چې د خپلي ميرمني له لاسه زوريږي او وروسته داسې کړني وکړي چې هغه د قانوني جرم وي.302141_202307566495944_100001501053835_522775_2997942_n

رحمت الله کارګر ددي چارو کارپوه بيا وايې چې ډېر نارينه اوس مهال په کورونو کې د خورا زياتو ستونزو سره مخ وي دا چې نارينه خواص او په ټولنه کې نور دودونه حاکم دي ځکه نو اړونده سرچينو ته حواله نه کوي.

هغه وايې چې د ډېرو ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي لاملونه که وکتل سي لوى عامل يې پر نارينه تاوتريخوالى وي او وروسته د ښځو سره په تاوتريخوالي واوړي.

نوموړى څرګندوي هغه پېښي چې خاوند ميرمني ته طلاق ورکړي ډېر يې داسې وي چې خاوند د تاوتريخوالي سره مخ سي بيا په يوه داسې کار لاس پوري کړي.

همدا ډول وايې چې ځيني وختونه بيا ميرمني خاوند ته طلاق ورکړي دا هم ډېر وختونه د نارينه ووپه وړاندي د تاوتريخوالي څرګندونه کوي.

دى وايې چې په لويه کې بايد هغه کسان يو بل واده وکړي کوم چې خوښ کړي يې وي او پرته له دي زيات وختونه د ستونزو سره مل وي.

دى وايې چې ډېري وختونه ميرمني وي خاوند وهي ډبوي او دا پېښي تر ډېره په مرکزي او ليري پرتو سيمو کې وي.

http://www.khabarial.info/archives/102307

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: