سپوږمۍ وايي، د دې لپاره چې سر ته یې خطر دی کور ته نه ځي


1

تاند- لس کلنه سپوږمۍ، چې د خپل ورور په وسیله مجبوره کړای شوې وه چې د پولیسو پر پر یوې پوستې د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې ځانوژونکی برید وکړي او اوس په لشکر ګاه کې د افغان امنیتي ځواکونو په توقیف کې ده، وايي، که بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شي ممکن ووژل شي.

د هغې له نیول کېدو یوه ورځ وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي و چې د پوره ضمانتونو له ترلاسه کولو وروسته دې دا نجلۍ خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

خو سپوږمۍ، چې د قضیې په اړه یې تحقیقات روان دي، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې له دې سره مرسته وکړي.

سپوږمۍ وايي:

«نه غواړم بېرته لاړه شم، زه خدای پاک ځانوژونکې نه یم پیدا کړې.»

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وویل چې د سپوږمۍ پلار هم د خپلې لور د ژوند په اړه اندېښمن دی.

همداراز وویل:

«پلار یې وايي، غواړي چې خپله لور وروسپارل شي خو که وروسپارل شي خپلې ولسوالۍ ته یې نه شي بېولی ځکه چې ډارېږي چې ژوند یې په خطر کې دی نو له حکومته غواړي چې کومک ورسره وکړي، د ده غم دې وخوري ځکه چې خپله لور نه شي بېلولی او حتي که حکومت یې وروهم سپاري.  »

ځواک دا هم وویل چې د هلمند والي د سپوږمۍ پر قضیې د غور لپاره یو پلاوی ګومارلی دی او اوس په دې برخه کې جدي تحقیقات روان دي.

«موږ د نجلۍ پلار وموند چې غفور نومېږي، ده له خپلې لور سره وکتل، دا خبره تایید کړه چې زوی یې ظاهر نومېږي او د طالبانو ملګری دی او دوی دا نجلۍ مجبوره کړې وه چې د انتحاري حملې واسکټ واغوندي او د پولیسو په پوسته کې ځان والوزوي.

پلار یې دا خبره منلې، وايي چې زوی یې د طالبانو له قومندان دی او ډېر وخت کېږي چې هغه یې نه دی لیدلی. د دوی له کورنۍ څخه مو چې څه توقع وه هغه مو ترلاسه کړي دي. »

په هلمند کې د بشري حقونو سیمه ییز مسوول بلال صدیقي وویل چې د سپوږمۍ د سوکالۍ لپاره له پولیسو سره په ګډه کار کوي.

ده زیاته کړه:«څرنګه چې خانشین ولسوالي حاضردمه خوندي سیمه نه ګڼل کېږي، د بشري حقونو شورا د دې ماشومې د مصوونیت په باب ژوره اندېښنه لري.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په ځانوژونکو حملو کې له ماشومانو څخه د کار اخیستلو په باب د طالبانو اقدامات غندلي او ویلي یې دي چې دا عمل د افغانیت او اسلامیت پرضد دی.

خو وسله والو طالبانو له څو ورځو وروسته په دې مسله کې لاس لرل رد کړل.

http://www.taand.com/archives/17232

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jan 09, 2014 @ 18:41:10

    طالبانو تاسې بد کړۍ چې په دې کې نور څه نه وايۍ!! تاسې دا خپل سر پر کریبان کړئ او بیا تل تر تله د خپل بام واوره د بل په بام واچوئ. طالبانو تاسې بیخي بې لارې شوي یۍ نو خود چې کور به د هم بې لارې کیږي.

    تاسې طالبان باید ټولو ته روښانه کړۍ چې تاسې خپل دین پوره منې او تاسې باید دا قومندان بندي او جزا کړي. تاسو باید په جهاد کې د ماشامانو د کار اخستلو په برخه هم وغږیږۍ.

    طالبانو، توبه وکاږۍ! زموږ د واقعي دیني عالمانو په څیر د الله او ولس درضا په حاصلولو کې مثبت قدمونه جګ کړئ، چې الله دې په عمل کې برکت واچوي. حضرت محمد (ص) ښځې او ماشومان د جهاد د جګړو په برخه کې هیڅ ځای نه ورکوو. تاسو خو بیخې په غلته لار روان يۍ. د ماشوم ځای د خپلې کورنۍ او درسو سره دی. د جګري په میدان کې نه! ماشوم ته مینه، ساتنه، دیني او ندیایي لارښود دسو ته ضرورت دۍ چې یوه ورځ د خپلو مسلمانانو خدمت وکړۍ شي..
    ددغو غیر انساني اعمالو په اورکې مو مذهبي او ژبني اقلیتونه وسیزل او دهغوی کرکه او د کساد اخیستو احساسات مو د پښتنو په مقابل کې راوپارول
    تاسې چې په اسلام د منګلو لګولو نصایح کوئ . تاسې چیرې هم د اسلام لمن نده نیولې، بلکه د اسلام نه د نالوستي او انپړ ولس پر خلاف د حربې په توګه کار اخلئ. تاسې اسلامي ارشادات د مکمل عبارت نه تجرید کوئ او بیایې د تجرد په حال کې لفظې ترجمه د خپل ځان په ګټه کاروئ

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: