په خیبرپښتونخوا کې دچاودنو له امله ٩ تنه وژل شوي


دبي بي سي د خبر له مخې په خیبرپښتونخوا کې دبيلابيلو چاودنو له امله ٩ کسان وژل شوي يوه چاودنه د لومړي وزیر نواز شريف د سلاکار امير مقام د موټر ترڅنګ شوې ده چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي خواميرمقام له بريده روغ وتلى دى . د پوليسو يو موټر د چاودنې له امله په بشپړ ډول ويجاړ شوی دی.پوليس وايي په وژل شويو کې آصف، جواد، لياقت، فضل حيات او جعفر شاه شامل دي. چاودنه د ريموټ کنټرول پر مټ شوې ده.بل خوا امير مقام رسنيو ته ويلي، موږ له چاودنو نه وېريږو او تر وروستۍ سلګۍ پورې به د ده په ټکو له ترهګرو سره مبارزه کوو.امير مقام دغه راز ویلي، له دې وړاندې هم پر ده پنځه ځله بريدونه شوي، او دا شپږمه وه، خو زه د ويرېدو سړی نه يم.د راپورونو له مخې امیر مقام د يوې روغې لپاره د مارتونګ سيمې ته تللی و، او هغه مهال چې بېرته ستنیده د کنهار په سيمه کې پرې ماين وچاودېد. بل خوا د ماشوخیلو په سیمه کې پر یوه موټر د وسله وال برید په پایله کې د عوامي نیشنل ګوند یو سیمه ییز مشر میا مشتاق وژل شوی دی.د پولیسو وینا ده چې په دغه وسله وال برید کې د میا مشتاق ترڅنګ دوه نور کسان هم وژل شوي چې د یو کس نوم ګل رحمان ښودل شوی او پولیس وايي چې په ماشوخیلو کې د عوامي نیشنل ګوند سیمه ییز مشر ود پیښور پولیسو خبریالانو ته ویلي چې د عوامي نېشنل ګوند دغه مشران د ماشوخیلو په سیمه کې په موټر کې روان وو چې ډزې پرې وشوې.د نوموړي ګوند یوه غړي ویلي چې په پام کې وه میا مشتاق په راتلوونکو انتخاباتو کې په خیبر پښتونخوا کې د ګوند د مشرۍ لپاره سیالي وکړي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: