په لغمان کې پنځه تنه ځوان لوبغاړي د مخالفینو له لوري ووژل شول


تاند وايي جې د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر دوی ته په استولي خبرپاڼه کې لیکلي دي چې نن د ۱۲ بجو په شاو خوا کې د الینګار ولسوالۍ د سخرې په کلي کې پر  یو شمیر ځوانانو چې د والیبال لوبه یې کوله مخالفو وسله والو ډزې وکړې چې له امله ېې پنځه تنه چې زده کوونکي هم وو وژل شوي دي

 لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي په بې ګناه او بې وزله خلکو او په تیره بیا په لوبغاړو د مخالفو وسلوالو دغه ناوړه، غیر اسلامي او غیر انساني عمل په کلکه غندي.

 طالبانو او نورو مخالفو وسله والو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي .

له بلې خوا د لغمان ولايت مطبوعاتي دفتر په یوبلې اعلامیه کې ویلي دی  چې د چهار شنبې په ورځ سهار د مرکز په ګډون د الينګار ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو له لورې د وسله والو طالبانو په ضد کوم چاڼير پاي ته ورسیدل .

 ددې خبرتیا په اساس په دغو عملیاتو کې د مشهور قوماندان (شيرين) په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۱ تن يې ټپي شوی دی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: