هلمند:بمي چاودني نولس ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله واړول


د هلمند ولايت په ناوه ميش ولسوالۍ کې د بمي چاودني پر مهال نولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايې چې دغه چاودنه نن مازيګر ناوخته ددي ولايت د نوي ولسوالۍ ناوه ميش په اړونده سيمو کې د ولسي وګړيو پر موټر د سړک د غاړي ماين چاودنه کړي ده.

دده په وينا چې په دي را منځته سوي چاودنه کې شپږ ولسي وګړي وژل سوي او ديارلس تنه نور ټپيان سوي دي او په دي موټر کې سپاره دري نور کسان روغ رمټ پاتي سوي دي.

د ځواک د څرګندونو له مخي چې دغه ولسي وګړي په يو بايفور موټر کې سپاره ول او د سړک د غاړي پر يوه ښخ سوي ماين ور برابر سوي دي.

تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.

ناوه ميش د هلمند ولايت په شمال کې دا مهال جوړه سوي او تر دي بريده پوري د کومي پېښي خبر ترې نه وو ورکول سوى.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jan 27, 2014 @ 17:46:39

    نصیب او قسمت ته ګوره! الله پاک دې طالبانو ته هم داسې قسمت ورکړي!

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: