د طالبانو ملاتړی دیني عالم ملا ذاکري ووژل شو


راپورونه وايي چې د طالبانو د دیني عالمانو د ټولنې مشر او مشهور دیني عالم ملا ذاکري نن د کوټې په سبزل واټ کې وژل شوی دی. طالبانو او د ملا ذاکري کورنۍ د شیخ عبد الله ذاکري وژنه تایید کړه.

د اتحاد علما مشر ۸۴ کلن شیخ عبدالله ذاکري د طالبانو په ګټه په کوټه کې له ډېرو کلونو راهیسي تبلیغ کاوه.

د  ملا ذاکري زوی د خپل پلار وژنه تایید کړه، ویې ویل چې نوموړی نن /چهارشنبه/ ماسپښين مهال په سبزل واټ کې د نامعلومو کسانو له خوا وویشتل شو.

د ملا ذاکري زوی مفتي عبدالقیوم ذاکري وویل چې پلار یې پخوا لا وړاندوینه کړې وه چې د امریکایانو له لوري به ووژل شي. د مفتي قیوم ذاکري په وینا پلار یې طالبانو ته ویل چې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه ونه کړي او د کورنیو چارواکو او ځواکونو پرځای پر امریکایانو حملې جاري وساتي.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې استولې، د عبدالله ذاکري وژنه تایید کړې او ویلي یې دي«حضرت مولانا عبدالله ذاکري صاحب دافغانستان یو وتلی او منلی،علمي، جهادي او روحاني شخصیت ووچې په خپل ژوند کې یې دسترو دیني او جهادي خدمتونو په ترسره کولو سره په افغانستان او پاکستان کې  خورا زیات نیک شهرت موندلی وو،نوموړی د(اتحادعلماء افغانستان) دسترې علمې ټولنې اوشوری مؤسس وو، چې دهمدې ټولنې له لارې یې همیشه  پرافغانستان دهر تیري کوونکي ځواک په خلاف دجهاد فتوی ورکړې او په وړاندې یې دوسلوال جهاد اعلان کړی.»

په همدې حال کې د کوټې ښار د بولان طبي روغتون ډاکترانو وویل چې د ملا ذاکري په ټټر یوازې یوه مرمۍ لګېدلې وه خو ځای په ځای یې ساه ورکړې ده.

د ده مړی بولان طبي روغتون ته وړل شوی او د پولیسو له لوري د دوسیې تر بشپړېدو وروسته خپلوانو ته سپارل شوی دی.

تر دې مخکې په کوټه کې د طالبانو څو قومندانان د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شول. ځینو طالب سرچینو د افغانستان ملي امنیت د خپلو قومندانانو په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړی و خو ځینو نورو سرچینو د طالب قومندانانو وژنې د طالبانو په تحریک کې له خپل منځي اختلافاتو سره تړلې دي.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Feb 03, 2014 @ 18:31:13

    الله پاک د شهید ملا ذاکر پر جنتو وګرځوي. او لکه شهید ملا ذاکر، الله پاک د نور دیني عاملان هم په داسې لار روان کړي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: