طالبانو د ټاکنو د خپلواک کميسون پر مرکزي دفتر بريد کړی دی


نن ماسپښين يو شمېر وسله والو په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کميسون پر مرکزي دفتر د توغنديو بريد وکړ. بريد د کميسون دفتر ته د شاخوا ۸۰۰ مترو په واټن له يوې تشې ودانۍ څخه وشو، چې وروسته پوليس سيمې ته ورسېدل او بريد يې شنډ کړ. په بريد کې کوم ځاني زيان نه دی رسېدلی، خو د مرکزي دفتر دوه ګدامونه سوځېدلې دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد منلې ده، چې بريد د طالب وسله والو له خوا ترسره شوی دی. د مجاهد په وينا د بريد پر مهال په دفتر کې د بهرنيانو او افغانانو يوه ګډه غونډه روانه وه، خو د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند نورمحمد نور دا ادعا ردوي. دا په يوه اونۍ کې په کابل کې د ټاکنو د کميسون پر دفترونو دا دويم بريد دی، چې ترسره کېږي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: