طالب د خپلوقومندانانو په غونډه کې په ځانمرګي برید ۱۶ تنه ووژل


د افغانستان استخباراتي چارواکي ادعا کوي چې په غزني کې د طالبانو ۱۶ قومندانان او مشران په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي دي.

د ملي امنیت ریاست نن /سې شنبه/ وویل چې دا پېښه د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د طالبانو په غونډه کې وشوه.

د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو قومندانانو او مشرانو په خپله غونډه کې په غزني ولایت کې د همږغو بریدونو پلان جوړاوه چې یو طالب ځان والوزاوه او شپاړس قومندانان یې له ځان سره ووژل.

 په دې برید کې ۹ نور طالب قومندانان ټپیان شوي دي.

ملي امنیت ویلي چې دغه طالب د خپلو قومندانانو له پلان سره مخالف و او خپل مخالفت یې د ځان په چوولو سره څرګند کړ.

ملي امنیت وايي چې په وژل شویو طالب قومندانانو کې پاکستاني طالبان هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا به لومړی ځل وي چې طالبان په خپل منځ کې ځانمرګی برید کوي.

د غزني په شمول د ډېرو جنوبي ولایتونو اوسېدونکي وايي چې په وروستیو ورځو کې په سلګونو طالبان د جګړې د فصل تر رارسېدو مخکې ورغلي او هڅه کوي چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مخه ونیسي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: