دير کې ۱۱ کسه له خاورو لاندې شوي


دبي بي سي د خبر له مخې په خيبر پښتونخوا کې د ځمک ښووېدنې له امله تر اوسه د لږترلږه پنځو کسانو جسدونه راوېستل شوې دي.ځايي پوليس وايي دغه پېښه د بر دير د کوهستان په يوه لرې پراته کلي بدران کې نن رامنځته شوې ده.يوه ځايي چارواکي ويلي ځمکه د سلطان په نوم د يوه کس پر کور ښووېدلې ده.د ده په خبره په دغه پېښه کې ۱۱ کسان له خاورو لاندې شوي چې اته يې ماشومان دي.د پېښې له کېدو سملاسي وروسته ځايي خلکو په شته وسایلو د ژغورنې هڅې پيل کړې دي.پوليس وايي د مرستو چارې دوام لري او تر اوسه پنځه جسدونه له خاورو وېستل شوي دي.دوی وايي وېستل شوي جسدونه د څلورو ماشومانو او يوې ښځې دي.ځايي چارواکي وايي له خاورو لاندې د پاتې ايسارو کسانو د وېستو هڅې روانې دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: