عجب خبر: شاهدالله شاهد ویلي چې دبې ګناه خلکو وژل دغندلو وړ د ي


دپاکستان دطالبانو ویاند شاهد الله شاهد د بلوچستان صوبې په سیبي کې په اوورګاډي او په اسلام اباد کې په سبزۍ منډۍ کښې په بم چاودنو کښې دبې ګناه خلکو وژله وغندله .شاهدالله شاهد وویل چې په عمومي ځایونو حملې او دبې ګناه خلکو وژل دغندلو وړ کار دی او زیاته یې کړه چې په شریعت کښې په بې ګناه خلکو حملې کول حرام دي .هغه وویل داډول حملې دنه بخښلو او د غندلو وړدي .شاهدزياته کړه په دغو حملو کې دپټو لاسونو لرل نشو ردولای .په تیرو وختونو کښې هم پټو لاسونو دطالبانو ډلې په نوم بم چاودنې کولی .شاهد الله وویل دبلوچستان او سیند محرومه خلک زمونږ وړونه دي او زیاته يې کړه په بې ګناه خلکو حملې کول ناجایز کار دی او په شریعت کې حرام دي .

2 تبصرې (+add yours?)

  1. د پښتون زوی
    Apr 10, 2014 @ 11:27:11

    اول د ځان ته وګوري او بیا بل ته. ولې شاهدالله شاهد د طالبانو د ماشومانو په وژلو سترګې پټې کړې دي؟ ولې شاهدالله شاهد د طالبانو د خلکو په بې کوره کولو خوله پټه نیولې ده؟ دا خلک بې ګناه نه و؟

  2. د پښتون زوی
    Apr 10, 2014 @ 11:27:20

    داسې ښکارې چې طالبانو ته د ټولو انسانانو وینې ورته یو ډول قیمت نه لري.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: