په تخار کې زلزلې ۴ تنه وژلي او ۱۰۰ کورونه زیانمن کړي


د افغانستان په شمال ختیځ کې د زلزلې د ټکانونو په اثر لږ ترلږه ۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.

د تخار ولایت د پولیسو ویندوی خلیل اسیر وویل، په دې زلزله کې، چې تېره شپه دوه نیمې بجې وشوه، د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ دوه کلي زیانمن شوي دي.

اسیر وویل:«د زلزلې سختو ټکانونو د رستاق ولسوالۍ په خواجه خیراق او پیسته مزار کلیو کې څلور تنه وژلي دي.»

د اسیر په وینا لومړني معلومات د څلورو تنو د وژل کېدو ښودنه کوي خو امکان شته چې د تلفاتو شمېر تر دې زیات وي.

ده همداراز وویل چې زلزلې تر ۱۰۰ زیات کورونه نړولي یا زیانمن کړي دي.

ژغورونکي ډلې سیمې ته د مرستې لپاره استول شوي دي.

په ۱۹۹۷ میلادي کال په تخار ولایت کې په زرګونو تنه د زلزلې په اثر وژل شوي و.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: