د خلګو انتظار او د ټاکنو د پایلو ځنډ


په افغانستان کي د وسلوالو طالبانو د ګواښونو سره سره زیاتو افغانانو د رای اچوني په پروسه کي ګډون وکړ او خپل د خوښی وړ نوماندانو ته يې رایه ورکړه
ډېری کسان اوس په بې صبرانه ډول د ټاکنو پایلو ته انتظار دي او هر کس غواړي خبر سي چي په ټاکنو کي يې د خوښي وړنوماند بریالی سوي که نه؟
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چي د شنبې په ورځ به د اچول سو رایو یوه برخه اعلان کړي خو د خلګو د انتظار سره سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون ونه توانیدل چي د رای یوه برخه اعلان کړي
تر اوسه لا معلومه هم نده چي ولي د ټاکنو خپلواک کمیسیون په خپل کړي ژمني وفا ونه وکړه او د خلګو بې صبرانه انتظار ته يې پام ونه کړ؟
ویل کیږي چي د شنبې ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکونکو په غونډو تېره کړه او پریکړه يې کړې چي د ۲۷ ولایتونو ۱۰سلنه رای به اعلان کړي
د ولسی جرګې غړو هم د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون ږغ کړي چي د خلګو رای ته دي درناوی وکړي او خپله بې پریتوب دي وساتي
یو شمېر رسنیو بیا خبر ورکړي چي ولسمشر حامدکرزی په ارګ کي له یو شمېر کاندیدانو سره غونډه کړې او له هغوئ يې غوښتي
چي ایتلافي حکومت جوړ کړي
هغه ويلي چي د افغانستان وضعي ته په کتو سره دا ښه پریکړه ده او د افغانستان په خیر ده
ویل کیږي چي ځینو ورسره په دې برخه کي پریکړه کړې خو ځینو هغو بیا نه ويلي دي
تر اوسه دقیقا نده معلومه چي د پردې تر شاه څه روان دي؟ او د ټاکنو د ۵سلنه رایو د نتایجو داعلان ځنډ په څه کي دئ؟
دې ټولو ته به د وخت په تیرېدو سره ځواب پیدا سي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: