د پنځه څلويښت ورځو ناوي د چړي په وسيله وژل سوي


د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ د بابړانو سوزني په سيمه کې يوه ميرمن وژل د چړي په وسيله وژل سوي ده.B86BF207-BE15-4365-9067-423BC2540062_w268_r1

د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ امنيه قومندان باچا وايې چې په نوموړي سيمه کې يوه ښځه وژل سوي ده او دوى يې په تړاو يو تن نيولى دى.

هغه وايې چې تر اوسه پوري دا دقيقه نه ده چې ښځي په خپله ځان وژلى او که د خپل خاوند او يا بل کس له لوري وژل سوي ده.

ده وويل چې د دي پېښي په اړه يې پلټني پيل کړي دي تر څو د پېښي ټولي خواوي معلومي کړي.

ها خوا په شاولي کوټ ولسوالۍ کې يوي باوري سرچيني وويل چې دغه ميرمن تېره شپه شاوخوا يولس بجي د بابړانو د سوزني په کلي کې هله وژل سوي کله چې يې خاوند هم په اطاق کې وو.

دغه سرچينه وايې چې ددغه ميرمني د چړي په وسيله غاړه پري سوي ده او وروسته يې ساه ورکړي ده.

د بابړانو په سوزني سيمه کې وژل سوي ميرمن د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د مصر آباد د سيمي اصلي اوسيدونکي ده او نن له غرمي وړاندي يې جسد خاورو ته سپارل سوى دى.

د جنازي يوه ګډونوال د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې ددي کلي څخه دغه ميرمن پنځه څلويښت ورځي وړاندي د خپل خاوند کور ته واده سوي وه.

هغه وويل چې داسې ګمان کيږي چې خاوند يې خپله ميرمن وژلي وي خو تر اوسه پوري لا په دي تړاو نوري پلټني نه دي سوي.

د وژل سوي ميرمني او ددي ښځي د خاوند د کورنيو غړيو په دي اړه څه نه دي ويلي.

د جنازي يو بل ګډونوال وويل چې د ښځي خاوند هديري ته نه وو راغلى او په تېښته بريالى سوى دى.

تر اوسه پوري ددي پېښي نور جزيات نه دي په ډاګه سوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: