ميدان وردګ:د ٦٩ميلونه افغانيو په ارزښت پروژي به پلي سي


دغه ټکی په میدان وردګو ولایت کې د ثبات پروګرام مسؤلینو نن ( سې شنبه) د همغږۍ په نوم په جوړه سوي غونډه کې وکړ.DSC01627

غونډې ته د کلیو پراختیا او بیا رغونې رئیس جان محمد حکمتجو د خپلو خبرو پرمهال ثبات د امنیت زیربنا وبلله او زیاته کړه،که موږ ښه تولیدات،ښه اقتصاد او غوره پرمختګونه ولرو نو دا یو ثبات دی او په نشتون کې یې بې ثباتي ګڼلی سو.

هغه وویل: په میدان وردګو ولایت کې په رښتیني ډول د ثبات پروګرام د امنیت زیربنا ثابته سوې او په داسې سیمو کې،چې په امنیتي لحاظ هلته د کارونو ترسره کول مشکلات لري،خو د ثبات پروګرام د ولسونو په همکارۍ هلته د بیارغونې چارې بشپړي کړي دي .

د میدان وردګو مرستیال والي غزني ګل ځاځي غونډې ته د وینا پرمهال وویل: په دغه ولایت کې به په سږني کال کې په رښتني ډول د بیا رغاونې کارونه ترسره سي او په دغه برخه کې دوی یو ښه پلان جوړ کړی دی .

ده همدا راز دثبات پروګرام له مسؤلینو غوښتنه وکړه،څرنګه چې میدان وردګ له درېمې څخه دویمې درجې ته ارتقا کړې،باید د نورو ادارو ترڅنګ د ثبات پروګرام هم ورته په پروژو کې زیاتوالی راولي .

د میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې د یاد پروګرام له لورې د همغږۍ په جوړه سوې غونډه کې په دغه ولایت کې د ثبات پروګرام سیمه ییز مسؤل انجینر شاپور امرخیل وویل: په دغه ولایت کې یې تر دا مهاله ۶۱ پروزې د ۶۹ میلیونو افغانیو په مالي لګښت پلي کړي او د ۵۸ میلیونو افغانیو په مالي لګښت یې ۲۵ نورې پروژې تر کار لاندې دي .

نوموړی زیاته کړه،یادې ټولې پروژې ساختماني دي،چې په نرخ،سیداباد، چک او جلریز ولسوالیو کې د خلکو په غوښتنه پلي کړي او د یو شمېرو یې چارې هم رواني دي .

د امرخیل په وینا په یادو پروژو کې استينادي دیوالونه،پلچکونه،د څاګانو کیندل، د ویالو جوړول،کوچني برېښنا بندونه، سیمه ییز سړکونه او یو شمېر نور جوړول شامل دي .

هغه وایي د ثبات پروګرام،چې په ۱۳۹۱هـ کال کې په میدان وردګو ولایت کې پیل سوی وو،اوس مهال د دغه ولایت په چک،نرخ،جلریز او سیداباد ولسوالۍ کې فعالیت کوي او ډېر ژر به په مرکز میدان ښار کې هم خپلې چارې پیل کړي .

د یادونې وړده،به جوړه سوي غونډه کې یو شمېر نورو مسؤلینو او له ولسوالیو څخه راغلیو د ثبات پروګرام کارکوونکو هم خبرې وکړې او د یاد پروګرام د کارونو ستاینه یې وکړه .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: