د ماشومانو د قاچاق په اړه انديښني ډېري سوي دي


ددي سره په يوه وخت کې چې د افغانستان په کچه لا دکوچنيانو په وړاندي تاوتريخولى، د جنسي تیري پیښي، شاقه کارونه او نور لا هم دوام کوي ور سره هم مهاله د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د افغان ماشومانو د مخ په ډیریدونکي قاچاق په اړه اندیښنه وښوده.DA19FE54-CB68-4C3C-B87C-2BAB008A1F72_mw1024_n_s
که څه هم په افغانستان کې د جګړي پر مهال د ماشومانو څخه ګټه اخيستنه، د هغوى سره ناوړه سلوک او نور ناوړه موضوعات سته دي خو سره له دي د ماشومانو قاچاق هغه مسله ده چې اوس هم ورته ګوته نيوله کيږي او د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مومند وایي هر کال لسګونه افغان ماشومان په کور دننه او بهر ته قاچاقیږي، چې امنیتي او عدلي ارګانونه یې باید مخه ونیسي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت همدا راز دیارلس ماشومان، چې بهرنیو هیوادونو ورسپارلي، خپلو کورنیو ته وسپارل.

دغه دیارلس هغه ماشومان دي، چې دولس په بغلان او یو په جوزجان کې له خپلو کورنیو څخه په بیلابیلو پلمو بهر ته وړل سوي وه.

په افغانستان کې يوازي دغه ديارلس تنه ماشومان نه دي چې د ټولنيزو چارو وزارت خپلو کورنيو ته سپارلي دي ته ورته په سلګونه نور هم دي چې د افغانستان په زياتو کم اقتصاده او سرحدي ولايتونو کې نادرکه او داسې ډېري پیښي سته دي چې تر اوسه پري څوک خبر هم نه دي.
د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت دغه ماشومان بیرته خپلو کورنیو ته وسپارل او له افغان کورنیو یې وغوښتل چې دخپلو بچیانو په ژوند او سرنوشت لوبې ونکړي او د کار او زدکړو په پلمه یې په قاچاق وړونکو ونه پلوري.
دکار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مومند وایي، د افغان ماشومانو پر وړاندې په کور دننه او بهر د ماشومانو د نړیوال کنوانسیونو خلاف چلند کیږي، چې دوی یي پر وړاندې مبارزه کوي.

مومند وایي، تر هغه چې سرحدي پولیس دهیواد په پولو کې د انساني قاچاق عاملینو په نیولو او عدلي ارګانونه د جرم مرتکبینو ته قانوني جزا ورنکړي په هیواد کې د ماشومانو قاچاق او ناوړه استفاده مخ په لوړیدا ده.

د ماشومانو د قاچاق په اړه انديښنه يوازي د افغان حکومت نه ده بلکي په افغانستان کې د ملګري ملتونو دفتر، په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواکي اداري او نورو بنسټونو هم په دي تړاو انديښنه ښودلي په داسې حال کې چې د همدي ادارو له لوري مخکي هم ورته څرګندوني سوي خو تر دي بريده پوري کوم ښه والى نه تر سترګو کيږي.

په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندي تاوتريخوالى هغه ستونزه ده چې نه يې ماشومان مخه نيولاى سي او نه هم ورته زيات پام کيږي په داسې حال کې چې په دي برخه کې خورا زياتي پيسي هم هر کال لګول کيږي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: