پاکستاني پوليسو شپږ تنه افغانان د ماشومې نجلي د ودولو په تور ونيول


پاکستاني پوليسو ۶ تنه افغانان په دې تور ونيول چې د دوو کورنيو تر منځ د دښمنۍ د پايته رسولو لپاره يې يوه ماشومه نجلۍ په زور واده کړې وه. د سرچينې له مخې د دوو افغان کورنيو تر منځ له اولسو کلو راهيسې دښمني روانه وه. يوې جرګې د دښمنۍ د ختمولو په موخه پرېکړه وکړه چې پړ لوری به زيانمن لوري ته درې نجونې د دښمنۍ په بدل کې ورکوي، څرنګه چې د پرېکړې پر مهال د پړ لوري په کورنۍ کې يوازې دوې نجونې وې، نو پرېکړه وشوه چې هر کله درېيمه نجلۍ د پړ لوري په کور کې وزېږېده نو هغه به هم د دښمنۍ په بدل کې ورکوي. د جرګې تر پرېکړې څلور کاله وروسته ميمونه وزېږېده او کله چې ميمونه ۱۳ کلنه شوه نو د ميمونې د کورنۍ غړو او د جرګې يو شمېر غړو هغه افغانستان ته روانه کړه چې مقابل لوري ته يې ورکړي. په تنګي تحصيل کې د پوليسو له يوې پوستې سره ميمونې چيغې کړې او پوليسو ته يې وويل چې دا يې په زوره واده کړې ده. پوليسو د نجلۍ وروڼه او د جرګې غړي چې شمېر يې شپږو تنو ته رسېږي ونيول او د دوی پر وړاندې يې قضيه ثبت کړه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: