افغان کليوال دوښو خوراک ته اړ شوي دي


د بحران د نړيوال ګروپ د هغه رپوټ له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی، د کندهار په غورک ولسوالۍ  کې خلک د طالبانو د کلابندۍ له امله د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ شوي دي او دوی اړ شوي چې د خپلې بقا لپاره واښه واېشوي او بيا يې وخوري. د رپوټ له مخې د غورک ولسوالۍ مرکز د حکومت په لاس کې دی، خو ولسوالۍ ته تللې لارې د طالبانو له خوا تړل شوې دي او خلک د  خوراکي توکي له سخت کمښت سره لاس ګريوان دي. د بحران د نړيوال ګروپ په رپوټ کې راغلي چې د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره په هېواد کې قومي او ژبنۍ شخړې زياتې شوي او وسله والو ځواکونو هم له خلکو سره بد چلند پيل کړی دی.

2 تبصرې (+add yours?)

  1. د پښتون زوی
    May 15, 2014 @ 21:07:26

    په اسلام کې د شکنجه کول جزا ناروا ده. دو خلکو څه ګناه کړې چې داسې سخته جزا ورکوي؟ ده خلک بېګناه خلک دي. مسلمانان دي. غریبان دي. اسلام داسې جزا نه قبلوي چې یو انسان بل انسان د وږيتوب په لار ووژني!!! اسلام وايي چې هیوان باید په نرمه او تیره چاړه هلال شي چې زر پرې تیر شي او په خوږ پوه نشي.

  2. Anonymous
    May 16, 2014 @ 13:47:00

    هو، والله. که دوی کومه ګناه لري نو بیا باید خلکو ته ووایي چې ګناه یې څه ده! راپورونه وايي چې طالبان حکمت ته سزا ورکوي…غواړي چې له دې منتقې څخه حکمت ووځي. خو طالبان خلک هم ځوروي. د دوی سره خلک نه یو کیږي او په دې خاطر دوی د غورک ځايي خلک زښته ډیر ځوروي. دوی مرسته په زور غواړي. هر څه چې ځان ته غواړي، په زور غواړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: