په زابل کې طالب ولسوال ملا عبدالباري نيول سوى دى


دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونى درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چې  د شهرصفا ولسوالۍ دطالبانو دشهرصفا ولسوال ملاباریجلدک سیمه کې د دوو بیلابیلو عملیاتو پرمهال  دوسله والو طالبانو د شهرصفا ولسوال ملاعبدالباري ژوندی نیولی او په جګړه کې يې ۸ طالبان وژلې او ۶ نور ټپیان سوې دي.
روغ لیونی وايي پدې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو څخه   1میل پیکا ، 4 میل کلاشنکوف ، 3 پایه مخابرې او 1 تفنګچه د پولیسو لاسته ورغلې او د طالبانو ۶ عراده موټر سایکلان د جګړې پرمهال سوځول سوې دي او د هغه په خبره امنیتي چارواکو او ملکي کسانو ته کوم مالي او ځاني زیانونه ندې اوښتي.

بل لور ته بیا د شهرصفا ولسوالۍ لپاره  د طالبانو ولسوال ملاعبدالباري

د رسنیو سره د خبرو پرمهال ومنل چي د تیرو اتو کلونو راپدېخوا د طالبان په لیکو کې فعالیت کوي او دیوې شل کسیزې ډلې مسول دی.
ملا
عبدالباري وايي تردې وړاندي هم د دولت لخوا څخه درې ځله بندي سوی و.

((زه د تېرو اتو کلونو را په دي خوا د وسله والو طالبانو په ليکو کې فعاليت کوم او شاوخوا د يوي شل کسيزي ډلي مشري مې لرل، زه دوه ځله نور هم نيول سوى يم خو بېرته خوشي سوى يم.))

په زابل کې دوسله والو طالبانو یوتن ولسوال په داسي حال کې نیول کیږي چي دوې ورځې وړاندي هم دعملیاتو پرمهال دوسله والو طالبانو د کويټې شورا یو تن لوړپوړی چارواکی ملا ذاکر رحماني ددې ولایت د امنیتي ځواکونو لخوا د جګړې پرمهال ووژل سو.

تر اوسه کومي ډلي ددي نيول سوي کس په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: