پکتيا : شپږ تنه ماين خښوونکي نيول شوي دي


د پکتیا امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولايت په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ کې شپږ تنه ماین خښوونکي نیول شوي دي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي دوه تنه ماین خښوونکي يې تېره شپه ناوخته د مرکز ګردېز په بلند منزلونو سیمه کې هغه مهال لاس په لاس ونیول چې د سړک غاړې ماین يې ځای پر ځای کاوه.

اورياخېل وايي  چې شاوخوا نهه بجې درې تنو د یو پلچک لاندې ماین ځای پر ځای کاوه خو د سیمې  خلکو له خوا پولیسو ته خبر ورکړل شو چې په نتیجه کې يې دوه تنه نیول شوي او درېيم يې د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

اوریاخېل وايي دا دوه تنه چې ځانونه د پکتيا پوهنتون محصلين معرفي کوي د میدان وردګ ولایت اوسیدونکي دي چې تېره شپه يې د تيارې نه په ګټې اخيستنې سره د پولچک لاندې ماين ځای پر ځای کاوه چې لاس په لاس نيول شوي:

”څلور کسان چې تاسې يې ګورئ درې کسانو يې ماين خښاوه، چې اول يې لاس په لاس له ماين سره يو کس ونيول شو او نور يې وروسته له هغې بيا ونيول شول کله چې دغه کس له پولچک څخه راوويستل شو“

نوموړی دا هم وايي چې د دې پېښې په تړاو يې دوه تنه نور هم ورسره نيولي دي او وروسته له پلټنو به يې عدليي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

اوریاخېل دا هم وايي دوه تنه نور هم چې غوښتل يې په زرمت ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماینونه خښ کړي باالفعل د پولیسو له خوا نیول شوي او اوسمهال د څېړنو لپاره په امنیه قومنداني کې دي.

وسلوال مخالفین په جګړه کې د سړک غاړې له ماینونو ډېر کار اخلي چې ډېری وخت په کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

دا شپږ تنه په داسې حال کې نيول کيږي چې په تېرو شپږو مياشتو کې په پکتيا کې داسې خاص پېښه د سړک غاړې بمي چاودنو له امله نه ده رامنځ ته شوې.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: