په هلمند کې ډلييز بريد پاى ته ورسيدى


د ګرشک سرپرست ولسوال محمد اکبر وايې ، پیښه تر غرمې مخکي لس بجې مهال رامنځ ته سوه ، چي د اکبر له قوله دری تنه ځانمرګي برید کونکي په ناڅاپي توګه د ګرشک ولسوالۍ ودانۍ ته ور ننوتل.SONY DSC

ولسوال محمد اکبر وايې وايي چې یوه ځانوژونکي د ودانۍ په دروازه کې چاودنه وکړه او دوو نورو ودانۍ ته داخل سول.

نوموړى وايي دو برید دوه ساعته دوام درلود او په دو دوو ساعتو کې امنیتي ځواکونو وکړای سول چې پاتې دوه ځانوژنونکي برید ګر ووژني.

د برید په ترڅ کي دوه پولیس هم  وژل سوي دوه نور ټپیان دي او د ولسوالی یو کارکونکی او یو عام سړی ژوبل سوی دی.

محمد اکبر وايې برید کونکو په جګړه کي له سپکو او درنو وسلو کار اخیست خو د پولیسو د مسلکي ټاکټیک له امله ډېر ژر هغوی له پښو وغورځول.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا وايې چې په دې پیښه کې يو پوليس او يو ملکي مامور وژل سوي او څلور نور ټپاين سوي دي چې دوه يې پوليس  او دوه تنه يې ملکيان دي.

ويل کيږي چې نن د ولسوالۍ په مرکز کې د يوي لويې غونډي د جوړيدو پلان وو ولي دا غونډه د کومي ستونزي له مخي پاته سوي وه.

 

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jun 02, 2014 @ 16:42:43

    دا برید چا کړي او ولې؟ د برید مخصد یې څوک ول؟ دوی نه پویږي چې په دې ودانۍ کې یوازې افغان مسلمانان کا کوي. هر چا چې دا کار کړي وي، د پښیمانۍ کار یې کړي دی. ولې ځکه چې افغانان پکې وژل او ژوبل شوي دي. د دو ډلییز بریدګر مشر باید په د پوه شي چې ټوله نړي پوه ده د دریو بریدکونکو د ژوند احترام نلري. دوی ته دا بریدګړ داسې شکاري لکه مفت مال.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: