ملګروملتو په غزني کې د ۱۲ ملکیانو وژنه په کلکه وغندله


ملګروملتو په غزني کې د وسله والوطالبانو هغه بمي چاودنه په کلکه وغندله چې په نتیجه کې یې ۱۲ ملکیان ووژل شول.

د شنبې په ورځ د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې ۱۲ تنه، چې په یوه بس کې واده ته روان ول، د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

په نیویارک کې د ملګروملتو د مرستندویو چارو د کمیټې رييس نیکولاس هیتم پرون /دوشنبه/ وویل چې د دې پیښې په وژل شویو کسانو کې ۶ ښځې، څلور زلمکي، موټروان او د هغه کلینر شامل دي.

هیتم ویلي:«د افغانستان پر سړکونو بمي چاودنې او یا د سړک د غاړې بمي حملې تیر کال افغانانو ته زیاتې مرګ ژوبلې اړولي دي.»

ده وویل، په تېر یوه کال کې د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې ۳۱۲ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۶۹۵ نور ټپیان شوي دي.

د ملګروملتو په وینا یوازې په تېرو ۵ میاشتو کې ۱۰۴ تنه ملکي افغانان د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې وژل شوي او ۱۱۸ نور ژوبل شوي دي.

د ملګروملتو د راپور له مخې د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د سړک د غاړې په بمي حملو کې د وژل شویو کسانو فیصدي د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۹ سلنه زیاته ده.

ملګروملتو د افغانستان د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل چې له دا ډول غیرانساني عملیاتو ډډه وکړي او داسي هیڅ اقدام ونه کړي چې له کبله یې بیګناه انسانان وژل کیږي یا ټپیان کیږي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: