خوست: سختو ورښتونو ٥ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي


تېر مازديګر د خوست په مرکز او يو شمېر سيمو سختۍ ږلۍ او ورښتونه شوي، چې له امله يې کروندو ته د زيان ترڅنګ، خلکو ته هم  مرګ ژوبله اړولي ده.

د خوست په مرکز کې د يوه کور د څو کوټو د را پريوتو له امله  د يادې کورنۍ ٣ ماشومان، چې يو هلک او دوې نجلۍ دي مړه شوي او دوه تنه يې ټپيان کړي، چې يوه يې ميرمن او يوه هم نجلۍ ده.

د مرکز په يو شمېر نورو سيمو کې هم د ورښتونو له امله يو شمېر کورونه زيانمن شوي او خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د خوست ولايت مقام هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلې دي، چې په دې ولايت کې کې سختې ږلۍ او ورښت زيانونه اړولي، خو زياتوي، چې د مالي او ځاني تلفاتو د معلومولو لپاره يې يو هئت سيمو ته ليږلى، خو زيانمنې کورنۍ معلومې او پر وخت ورسره اړينې مرستې ترسره کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: