طالبان وايي د کراچۍ د هوايي ډګر په شان به نور بریدونه وکړي


پاکستاني طالبانو د پاکستان تر ټولو پرستر هوايي ډګر د حملې مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې دا برید یې پر طالبانو او د قبایلي سیمو پر اوسیدونکو د پاکستان د پوځ د بریدونو په غچ کې کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې تیره شپه شاوخوا ۱۰ تنه وسله وال طالبان، چې پاکستاني رسنۍ یې په یوه خوله دهشت ګرد (ترهګر) بولي، د کراچۍ نړیوال هوايي ډګر ته ننوتل او تر سهاره یې د پاکستان د پوځ او هوايي ډګر له امنیتي ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړ.

پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ۱۸ تنه پوځیان او ساتونکي وژلي او ۲۴ نور ژوبل کړي دي. په برید کې ۱۰ تنه حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې طالبانو غوښتل چې الوتکې وتښتوي. دوی دغه راز ادعا کړې چې داسي ښکاري چې حمله کوونکي ازبک دي.

دوی همداراز ویلي چې حمله کوونکي، چې ځینو یې د امنیتي ځواکونو یونیفورم اغوستی و، خورا ماهر او روزل شوي کسان ول.

د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد خبرداری ورکړ چې په لنډ وخت کې به داسي نورې حملې هم وکړي.

د طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد الجزیرې تلویزیون ته ویلي چې دا برید یې له بندیانو سره د پاکستان د ناوړه چلند په خاطر کړی دی. ده دا هم وویل چې په راتلونکو ورځو کې به طالبان نورې سختې حملې وکړي.

پوځ وايي چې له شپږ ساعته جګړې وروسته پر حالاتو لاسبری شوی خو الجزیره تلویزیون وايي چې لا هم د چاودنو ږغ اورېدل کېږي.

پوځ وايي چې د ورځې تر پایه به هوايي ډګر ملکیانو ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د حمله کوونکو طالبانو وسله هندي ده.

تر دې پخوا هم د کراچۍ، اسلام اباد ته نژدې د کامرې او د پېښور پر پاچاخان هوايي ډګرونو حملې شوې وې.

طالبان وايي چې د کراچۍ په شان بریدونه به نور هم وکړي. په د برید کې لسګوڼه بې ګناه خلک وژل شوي. ګرانو دوستانو په د هال کې تاسو څه فکر کوی؟

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: