د ((داعش)) ډلې له خپلو جنګياليو غوښتنه کړې، چې د بغداد په لور پرمختګ وکړي.


د فرانسې د خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، د عراق او شام په نوم اسلامي ډلې ((داعش)) خپلو جنګياليو ته امر کړی، چې د بغداد په لوري پرمختګ وکړي.

د نوموړې رسنۍ په وينا، القاعده پورې تړلې دغه ډلې په دې وروستيو کې د عراق دوهم لوی ښار موصل، چې د نينوا مرکز دی نيولی او همداراز د کرکوک په شاو خوا کې يې ځينې سيمې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

د يادې ډلې وياند ابو محمد العدناني، تيره ورځ په يوه غږيز پيغام کې خپلو جنګياليو ته امر وکړ، چې د پلازمېنې بغداد په لور مخه کړي او دغه ښار هم ونيسي.

د رامنځته شوي ګواښونو له امله، د بغداد امنيتي چارواکو هم د کړکيچ د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شوي او د شپې له لسو بجو وروسته د سهار تر پنځو بجو پورې په ګرځيدلو بنديز هم لګيدلی دی.

د داعش د وروستيو پرمختګونو له امله، د عراق دولت مشران او سياسي ګوندونو، بيړنۍ غونډې کړي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: