وسلوالو په عراق کې ۴۸ترکي دیپلوماتان تښتولي


پرون ناوخته  نامعلومووسلوالو دعراق په  شمالي ولایت  الموصل کې  دترکیې پر کونسلګرۍ برید کړې پر کونسل سربېره یې نږدې  ۴۸تنه  ترکي ډیپلوماتان یې تښتولي دي.

په عراق کې دنینوی دولایتي شورا مشر وايي : دکونسل په ګډون یو شمېر ترکي ډیپلوماتان تښتول شوي دي ، خو ترکیه بیا وايي : کونسل ، دکونسلګرۍ مامورین ، ځینې ساتونکي او درې ماشومان تښتول شوي دي.

رویترز  دترکانو له خولې کاږي : دډیپلوماتانو دراخلاصولو په موخه له وسلوالو سره پراخه اړیکې نیول شوې دي  وسلوالو دا ترکي ډیپلومان  خپلو مرکزونو ته لیږدولي دي. دترکیي دبهرنیو چارو وزیر داود اوغلو وايي : هیڅوک دې هڅه نه کوي، چې زموږ ارامه  دیپلوماسي  وننګوي  دا پېښه بې ځوابه نه شي پاتې کېدې .

دترکیې دالموصل ولایت  له  دوو ورځو راهسې  سقوط شوې دی او دنوري المالکي دحکومت  پوځیان  له سیمې تښتیدلي دي او سیمه یې له جګړې پرته  وسلوالو ته پرېښې ده.

دوسلوالو هویت تر اوسه  ناڅرګند دی ځینې وايي دا داعش په  نوم وسلواله اسلامي ډله ده او ځینې نور بیا واييدا دپخواني  ولسمشر صدام حسین پلویان دي ،چې مشري عزت الدویري کوي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: