پر شمالي وزیرستان د بې پېلوټه الوتکو په حملې کې ۴ تنه ووژل شول


په داسي حال کې چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیات روان دي د امریکا څو بې پیلوټه الوتکو نن په دې قبایلي سیمه بایندې بریدونه وکړل او لږترلږه څلور جګړه ماران یې ووژل.

دا بریدونه د شمالي وزیرستان مرکز ته نژدې په ډنډه درپه خیل سیمه کې وشول چې له کبله یې ۴ تنه وژل شوي دي.

ویل کیږي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې عموماً د پاکستان د استخباراتو د معلوماتو پر اساس بریدونه کوي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د امریکا په نننیو حملو کې څلور وژل شوي کسان د پاکستان د حکومت مخالف وسله وال دي.

د تیر کال په وروستیو کې د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو په خاطر پر وزیرستان د امریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې درول شوې وې خو کله چې د سولې خبرو نتیجه ورنه کړه امریکا له شپږ میاشتې وقفې وروسته د بې پیلوټه الوتکو حملې بیا پیل کړې.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jun 24, 2014 @ 14:31:37

    د جګمارانو مننه داسې وي – چې د کوره مو ووځۍ…خو نمړي به د خلکو او د سیمې نه خپل کار اخلي. د ځان ساتنه به هلته کوي. داسې هم نه چې د چا غم نخوري. غم خواره خلک دي خو یوازې د دوی د خپلو ملکړو غم به خوري او هغه هم یوازې پښتانه جګماران نه…د دوی سره بهرني جګماران هم دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: