01 جولای 2014
by د پښتون زوی
in رحمان بابا
ګـوره هســـــــې کــــردګار دے رب زما
چې صاحب دکل اختــــــياردے رب زمـا
همګى بزرګـــواران چې څـــوک ئې وائى
ترهـمــــــــه ؤ بزرګـــــواردے رب زمــا
نه ئې هيڅ حاجت په چاباندې موقـوف دے
نه دهيـــچـــــا منت بــــار دے رب زمـــا
خــــوائنـــده دنانــــويســــو صحيفـــــودے
داننـده دهـــــراســـــرار دے رب زمـــــا
هسـې نه چې واحــدى ئې ده لـــه عـمجـزه
په واحــــد وجـــود بسـيار دے رب زمــا
څه حاجـت دے چې ئې بله خـواته غـواړم
پخــــپل کورکښــــې همـکناردے رب زما
هيــڅ تغــــير وتبـــديل نه لـــرى رحمـــانه
تــــــل ترتلــه بــــرقــــــرار دے رب زما
Previous ولې افغان طالبان د پولیو مخنیولو ته هرکلۍ کوي او ټي ټي پي د پولیو مرض هرکلۍ؟؟؟ Next ښه ده ښه ده دا دنیا