افغان ماشومان د جګړې په لمبو کې


نوي راپورونه کاږي چې په افغانستان کې کوچني ماشومان د جنګ جګړو په لبمو کې په بي ساري توګه زیانمن کیږي او دغه لړۍ پر مخ روانه ده .

د ملګرو متلونو سازمان یو راپور وايي، په ۲۰۱۳ کال کې نږدې یو زر او پینځه سوه افغان ماشومان د ملک دننه په جنګ جګړو کې مړه او ژوبل شوي دي.

ماشومان چې د نړیوالو قوانینو پر اساس یي خوندي توب ته لومړي توب ورکول کیږي دغلته په افغانستان کې له کلونو راپدې خوا  د طالبانو،  حزب اسلامي او حکومت پلوه ځواکونو د نښتو او ماین چاودنو ښکار ګرځي.

په راپور کې راغلي، دغه شمیره ماشومان په ۷۹۰ پیښو کې چې د ملک په بیلا بیلو برخو کې رامنځ ته شوې وې زیان من شوي دي.

ملګري ملتونه یوه ورځ وروسته تر هغه یاد ارقام ورکوي چې پرون په لویدیځ هرات کې په یوه چاودنه کې دوه ماشومان مړه او شپږ نور ژوبل شوي ول.

ویل کیږي دغې شمیري ته په کتو سره د ماشومانو مرګ ژوبله په ۲۰۱۳ کال کې د تیر هغه په پرتله ۳۰ سلنه لوړه وه او دغه لوړ والی د جګړو له شدت سره نیغه اړیکه لري.

په دغه ۴۷ مخیزه راپور کې چې د نړۍ مقتدرو واکمنیو او نړیوالو سازمانونو ته لیږدول شوی دا هم راغلي چې د مړو شویو افغان ماشومانو شمیره ۵۴۵ او د ژوبلو هغه یي نږدې ۱۰۰۰ تنه ده .

د نړیوالو قوانینو پر اساس د ماشوم ویوکې هغو کسانو ته استعمالیږي چې عمرونه یي تر ۱۸ کلونو لاندي وي.

سازمان د طالبانو ډله او د حزب اسلامي هغه خاښی د دغو اکثریت مرګ ژوبلو لامل بولي چې له افغان دولت او نړیوالي ټولني سه په افغانستان کې په جګړو بوخت دی.

ویل شوي چې ډیری دغه مرګ ژوبله د ماینونو او انتحاري حملو څخه رامنځ ته شوي ده.

د ملګرو ملتونو سازمان راپور همدا راز کاږي چې د حکومت پلوه ځواکونو په بریدونو کې ۱۸ ماشومان له دغې ډلي وژل شوي او نږدې ۱۲۵ نور ژوبل شوي دي.

پاتي هغه مرګ ژوبله ټوله په طالبانو او حزب اسلامي پوري تړل شوي ده.

راپور کاږي چې د ناتو ځواکونو له لوري له دغې شمیري ۲۷ تنه ماشومان وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي په داسي حال کې چې د امریکايي ځواکونو د بي پیلوټه الوتکو په بریدونو کې بیا دوه ماشومان وژل شوي او ۵۹ ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د سازمان مشر بانکي مون ویلي چې ۱۶۷ تنه ماشومان له دغې ډلي د افغان ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي او ۴۳۲ نور ژوبل شوي دي.

راپور د افغان ماشومانو حالت ډیر ناوړه بولي او د جګړي په درستو غاړو غږ کوي چې په خپلو عملیاتو کې د ملکي افغانانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

که څه هم ملګري ملتونه طالبان او اسلامي حزب چریکان د دغو وژنو لوی لامل بولي لیکن طالبانو په وار وار دغه ډول راپورونه رد کړي دي.

طالبانو په یوه تازه بیان کې ویلي چې د ملګرو ملتونو دا موندنه پر حقایقو نه ده ولاړه او پکي د بي پرې توب او دقت اصل ته هیڅ راز پام نه دی شوی.

د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته هر کال په منمځنۍ توګه د ۲۰۰۰ او ۳۵۰۰ تنو په شاوخوا کې ولسي وګړي د جګړې د ښکیلو غاړو په بریدونو کې وژل شوي کیږي.

دا شمیره یوازي ملکي افغانانو ته منصوبه ده او که چیرته په ټولیزه توګه د افغان وګړو مرګ ژوبلي ته چې د کورنیو جګړو له امله زیږنده بلل کیږي وکتل شي دا شمیره څو ځله لوړیږي.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اړه تر اوسه پوري د حزب اسلامي ډلي، افغان دولت او ناټو ځواکونو چې واړه پکې په دغه ډول قتلونو کې ښکیل بلل شوي  تر اوسه پوري  خپل غبرګ

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: