کندهار:د ښځو په وړاندي ۳۳سلنه تاوتریخوالي زیات سوي


په کندهار ولایت کي د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي پیښی د تیر کال په نسبت ۳۳ سلنه زیاتي سوي دي
د بشرحقونو سیمه ایز دفتر مسئولین وايې د ښځو د نفقې نه وركول، د ښځو وهل ټكول، ربړول، ډول ډول روحي او فزيكي شكنجې، او جنسي تېرى،د زده کړو څخه بې برخي کول او دې ته ورته پیښی هغه څه دي،چي د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي معمول ډولونه دي،
د کندهار د بشر حقونو د سیمه ایز دفتر د رسنیو مسئول عبدالعزیز اکرمي وايې په تېرو څلورو میاشتو کي يې د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالي ۱۵۷ پیښي ثبت کړي دي
نوموړي همدارنګه زیاتوي ،چي د دولت دمخالفينو لخوا دملکي خلګو مرګ ژوبله هم داندېښنې وړ ده او په جګړه کي وسلوال مخالفين تر ډېره کوچنيان او کم عمره کسان خپل سپر ګرځوي ، چي له امله يې دکوچنيانو په وژنه کي هم ۳۳ سلنه زياتوالي راغلي دي .
دغه راز ښاغلي اکرمي په شاقه کارونو دکوچنيانو بوختيا هم داندېښنې وړ وبلل او زياته يې کړه ، چي دامهال په کندهار کي شاوخوا لس زره کوچنيان په درنو کارونو بوخت او دخپلو حقونوڅخه بې برخي دي .هغه په دې برخه کي پر دولت ، مدني ټولنو او مرستندويه بنسټونو باندي ږغ وکړ ، څو دبې سرپرسته او غريبو کوچنيانو په روزنه او پالنه کي پوره هلي ځلي او هغوئ ته دتعليم او زده کړي زمينه برابره کړي

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jul 08, 2014 @ 18:34:52

    ښځه زمونږ مور وي، د ژوند ملګرې وي، خور او لور هم وي. الله پاک پځې ته د اولاد د راوړلو روښانۍ ورکړې. اسلام چې مور ته د پلار نه درۍ ځله نور احترام ورکړۍ…نو ولې نارینه ښخې ځوروي؟ دا د کمزوره انسان کار ندۍ؟ هغه څوک چې ښځه ّځوروي،نه رښتینیمسلمان ندۍ او نه رښتینی پښتون.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: