ابابیلو, بیا سکروټې اورولې


راپورونه وائي  دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دزيارت په ورځ  شوي دډرون يو بريد کې  لږ ترلږه ٧ ترهګر وژل شوي دي.

سرچينې وائي چې  دډرون څخه  دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې  په يو کور اؤ گاډي  ميزائيلونه داغل شوي چې پکې ٧ کسان وژل شوي دي اؤ دهغوي څخه څلور بهرنيان ښودل کيږي.

دډرون دغه بريد يوه ورځ وروستو له هغې شوى چې دپاکستان پوځ  دعوه وکړه دميرانشاه ٨٠ فيصده سيمه يې  دتندلارو څخه پاکه کړې ده.

 امريکائي چارواکي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ډرون بريدونه  يوه موثره وسله گرځوي.

 په عين حال کې پاکستان دزيارت په ورځ شمالي وزيرستان کې دامريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکې څخه دترسره شوي بريد غندنه کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې ډرون حملې  شمالي وزيرستان کې دترهه گرۍ په ضد دهغوي هڅو ته زيان رسوي

دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال شمالي وزيرستان کې دډرون حملې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دغه شان حملې  دقومي سلامتۍ اؤ دهيواد دخپلواکۍ خلاف ورزي ده.

تسنيم اسلم وويل دډرون حملو په اړه دپاکستان دريځ ډير واضحه دى،پاکستان ددغو حملو غندنه کوي، په ځانگړې توگه په داسې وخت کې چې شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات روان دي

 تسنيم اسلم وويل اوس مهال دډرون حملو له امله دترهگرۍ په ضد روانو هلو ځلو ته دزيان رسيدو انديښنه ده اؤ زياته يې کړه چې په دغسې صورتحال کې ډرون حملې زيانمنې ثابتيدى شي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: