دوه پاکستاني طالبان په وردګو کې وژل شوي دي


د دوو قوماندانو په ګډون ۵ مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته او يوبل يې
ژوندی ونيول شو.
د ميدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار،چک او سيداباد ولسوالیو کې تیره
شپه د بیلابیلو عملیاتو او نښتې په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون دوه
پاکشتاني وسله وال طالبان وژل شوي،درې ټپیان او یو بل قوماندان ژوندی نیول شوی دی
.
د سیداباد ولسوالۍ په ملي خیلو سیمه کې د هوایې برید په ترڅ کې د وسله
والو طالبانو یو قوماندان په ګډون دوه پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي دي .
همدا راز د چک ولسوالۍ په شیرخانه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو
مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې درې مخالفین ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د میدان ښار په ملاخیلو سیمه کې د وسله والو مخالفینو یو
قوماندان له یوې پایې مخابرې سره یو ځای ژوندی نیول شوی دی .
نیول شوي قوماندان چې عصمت نومیږي،په قتل،ترورستي فعالیتونو،سړي تښتونه
او د وسله والو مخالفینو لپاره یې استخباراتي معلوماتو په راټولو کې لاس
درلود.
په ترسره شویو عملیاتو او نښتې کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم
زیان ندی اوښتی

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jul 14, 2014 @ 17:22:35

    څو کاله مخکې سراج الدین حقاني په خپړه شوې ویدیو کې ویلي ول چې پاکستاني طالبان خپل مشکل لري او مونږ (افغاني طالبان) خپل مشکل لرو. د سراج مقصد دا و چې پاکستاني طالبان د په خپله خاوړه کې وي او مونږ به په خپله خاوره کې. نه مو دوی ته ضرورت شته او نه د دوی مونږ ته. او ده معنا همه لري چې یو او بل ته د جنګ په میدان کې هرکلۍ هم نشته.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: