د ناامنیو له کبله په جنوب کې په سلګونو ښوونځي بند دي


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دوی له پرله پسې هلو ځلو سره سره لا هم د هېواد په جنوبي ولایتونو کې څه باندې درې سوه ښوونځي بند دي چې له کبله یې په سلګونه زره ماشومان او زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي .

د پوهنې وزارت وايي د دغو ښوونځیو د تړل کېدو اصلي علت نا امني ده .

د وزارت د نشراتو او عامه پوهاوي مشر کبیر حقمل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل ( په هلمند کې ۱۳۰ ښوونځي تړلي دي، په کندهار کې ۱۳۰ ښوونځي تړلي او همدغه راز لسګونه نور ښوونځي په زابل او ارزګان کې تړلي چې، له کبله یې سلګونه زره ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي .)

ښاغلی حقمل وايي سره له دې چې د پوهنې وزارت له ۲۰۰۵ کال را په دېخوا د تړل شویو دولس سوه ښوونځیو له ډلې یې ۸۰۰ بېرته پرانیستي، خو په جنوبي ولایتونو کې د دوی هڅو هاغسې چې تمه وه، نتیجه ورکړې نه ده .

ښاغلي حقمل و نه ویل چې د افغان حکومت ضد وسله والو طالبانو او نورو ډلو ولې دغه ښوونځي تړلي دي، خو نوموړي د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ وکړ چې پوهنه او ښوونه دې نه سیاسي کوي او افغان ماشومانو ته دې د زده کړو زمېنې برابرې کړي .

( موږ پر وسله والو طالبانو هم غږ کړی چې ښوونځي مه تړﺉ، د ښوونځیو تړل د یو نسل په وړاندې د پوهنې د دروازو تړل دي، له قومي مشرانو او مخورو کسانو مو غوښتي چې د دغو ښوونځیو په پرانیستلو کې راسره مرسته وکړي، وزارت د هر تعلیمي کال په سر کې لسګونه ښوونځي پرانیزي، هیله مند یو چې د دغه کال تر پایه په جنوبي ولایتونو کې ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شي .)

د افغانستان د پوهنې وزارت نشراتو او عامه پوهاي مشر وايي د جنوبي ولایتونو تر څنګ په ځینو نوور سیمو کې هم د ګوتو په شمېر ښوونځي تړلي چې غزنی یې د بېلګې په ډول یاد کړ .

کبیر حقمل وايي دا مهال په ټول افغانستان کې یو اعشاره درې میلیونه ماشومانو له زده کړو بې برخي دي چې ډېره برخه یې په نا امنو ولایتونو کې ده .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: