پر کابل هوايي ډګر بریدونه د څلورو بریدګرو په وژنه تمام شول


څو وسلوال کسان چې په سپکو او درنو وسلو او چاودیدونکو موادو سنبال وو ، د پنجشنبې په ورځ سهار وختي یې  د کابل پر نړیوال هوايي ډګر چې د ملکي او پوځي دواړو اهدافو لپاره کارول کیږي له یوې  څیرمې نیمه ودانې شوې ودانۍ برید وکړ.

برید په داسې مهال کې چې د انتخاباتو پر سر ناندرو ګڼ حکومتي چارواکي له خپلو چارو غافله کړي  کیږي .

برید د هوايي ډګر شمال لورې ته له تقریبا اوه سوه  مټره لرې پرتې ودانۍ څخه چې وسلوال ورننوتي وو څلور نامعلومو وسلوالو پیل کړ. ویل کیږي چې پنځم تن یې مخکې تر دې چې نور برید پیل کړي ځان ته چاودنه ورکړې وه .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت  ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي دي چې څلور برید کونکې د پولیسو په ډزو وژل شوي . نوموړی زیاته کړې  سیمه د برید څخه څلور ساعته وروسته پاکه شوې او افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي .

د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه پر ملکي الوتنو سربیره ناټو د پوځي الوتنو لپاره هم کار اخلي .

طالبان تقریبا هره اونۍ پر دې هوايي ډګر د توغندیو بریدونه کوي چې کم زیانونه اړوي ، خو له دومره نژدې واټن څخه برید تر اوسه پر دې نړیوال هوايي  ډګر نه وو شوی .

د هوايي ډګر چارواکو ویلي چې الوتنې یې نورو ولایتي  هوايي ډګرونو لکه مزار شریف او هرات ته رهنمايي کړي دي .   که څه هم د هوايي ډګر شا او خوا دودونه لیدل کیدل خو افغان چارواکي وايي  په هوايي ډګر کې کو د پام وړ زیان نه دی اوښتی او ډیر زر به ترې عادي ورځنۍ الوتنې پیل شي .

وسلوالو طالبانو ددې برید مسولیت منلی او حکومتي لورې ته یې د سره د درانه زیان د اړولو ادعا کړې  ده.

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: