ميدان وردګ:د یو وزیرستانی په ګډون ۱۰ ننو ته مرګ ژوبله واوښته


د میدان وردګو ولایت څخه خبريال ډاټ کام ته په ليږدول سوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددي ولايت په سیداباد، veqhacجلریز او نرخ ولسوالیو کی تېره شپه د بېلا بېلو پيښو په ترڅ  کی د یو وزیرستاني په ګدون ۴ وسله وال مخالفین وژل سوي،۳ ټپیان دي او یو بل ژوندی نیول سوی همدا راز درې امنیتي سرتېرې ټپيان سوي دي.

سرچينه ليکي چې د نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سیمه کې د وسله والو مخالفینو د دوو ډلو ترمنځ د نښتې له امله یو تن وژل سوی دی او همدا راز د یادې ولسوالۍ په ده مسلم په سیمه کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو مخالفینو یو مهم غړی غلام جان وژل سوی دی.

بل خوا د جلریز ولسوالۍ په سنګ شاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته سوې چې له امله یې د یو وزیرستاني په ګډون دوه تنه مخالفین وژل سوي او درې نور ټپیان دي.

خبرځاى ليکي چې په ورته وخت کې د میدان ښار د زراعت لیسې په سیمه کې د وسله والو مخالفینو یو ماین جوړونکی چې عبدالغني نومیږي د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی نیول سوی دی.

په ترسره سویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.

د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په سیداباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د یوه موټر د چپه کیدو له امله درې پولیس ټپیان سوي،خو روغتیایې وضعه یې د ډاډ وړ ده.

تر اوسه پوري وسله والو طالبانو او کومي بلي ډلي ددي پېښو په غبرګون کې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: