د هلمند د ځانمرګي بریدګرټارګت هغه کسان ول چې د خلکو ساتنه کوي


د هلمند ولايت د موټر بم بريد چې نن شاوخوا يولس نيمي بجي د هلمند په مرکز لښکرګا کې تر سره سو په ترڅ کې يې نولس تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده.10551100_648951835200423_5597297347471539593_n

د هلمند د امنيي قومندانۍ وياند عبدالاحد چوپان وايې چې پر شاوخوا يولس نيمي بجي د پوليسو پر موټريز کاروان ځانمرګى موټر بم وسو.

دى وايې چې په دي را منځته سوي موټر بم ځانمرګي بريد کې يو تن پوليس او تن ملکي وژل سوي دي او شاوخوا اولس تنه نور ژوبل سوي دي.

د عبدالحد چوپان د معلوماتو پر اساس چې د لښکري بازار په سيمه کې د را منځته سوي ځانمرګي بريد په ترڅ کې يولس پوليس او شپږ ملکيان هم ټپيان سوي دي.

هغه وويل چې په ټپيانو د دريو پوليسو روغتيايې وضيعت نازک دى.

د هلمند د والي وياند هم ددي پېښي پخلى کړى دى او ورته مرګ ژوبله يې تاييد کړي ده.

په هلمند کې د ايمرجنسي روغتون ويلي دي چې ددي پېښي څخه روغتون اووه تنه ټپيان ور وړل سوي دي کوم چې ددوى له لوري يې بيړنۍ درملنه پيل سوي ده.

بل پلو ويل کيږي چې د پوليسو دغه موټريز کاروان د هلمند د لښکرګا ښار څخه د سنګين پر لوري خوځيدى چې د بريد ښکار سو.

د وروستي ځانمرګي موټر بم بريد پړه کومي ډلي تر اوسه په غاړه نه د اخيستي خو په هلمند کې د افغانستان د نورو ولايتونو څخه په زيات توپير امنيتي وضعه خرابه سوي ده.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: