حشمت کرزۍ په ځانمرګي برید کې ووژل شو


د افغان چارواکو په وینا په یوه ځانمرګي برید کې د ولسمشر کرزي د کورنۍ غړی او د کندهار یو بانفوذه شخصیت حشمت کرزی وواژه.

د حامد کرزي د اکا زوی حشمت خلیل کرزي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په کندهار کې د اشرف غني احمدزي د کمپاین مسوول و او په کندهار کې یې اشرف غني ته د ډېرو رایو په جذبولو کې مهم رول درلود.

راپورونه وايي چې ځانمرګي په لونګۍ کې چاودېدونکي مواد پټ کړي ول او د اختر مبارکي په پلمه یې تر حشمت کرزي پوري ځان رسولی و.

د کندهار د والي ویندوی دواخان مینه پال وویل، ځانمرګي په داسي حال کې چې له حشمت کرزي سره د ده په مېلمستون کې اختر مبارکي کوله، ځان والوزاوه.

د کندهار والي په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«د حشمت خان خليل کرزي کور ته قومي مخور د اختر د مبارکۍ په موخه ورتلل، په دې ترڅ کي نن سهار شاوخوا لس بجې يو ٢٤ کلن ځوان چي پخپله پګړۍ (لونګۍ) کي يې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي ول، حشمت خليل کرزي ته ځان رسولى او د روغبړ پر مهال يې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او حشمت خليل کرزى يې په شهادت رسولى دى. په پېښه کي يو بل تن هم ټپي سوى دى.»

د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د سولې د عالي شورا پخوانی رييس برهان الدین رباني هم په ورته ډول وژل شوی و. حشمت ک

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: