په سويل كې وسله وال طالبان وايې چې په زابل كې يې د پوليسو يو قوماندان او د هغه څلور ساتونكي وژلي دي .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چې تېره ورځ يې د دې ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په باغ سيمه كې د ميرويس په نوم د پوليسو پر يوه قوماندان چاودنه كړې ده او د نوموړى قوماندان په ګډون يې پنځه تنه وژلي دي چې ټوله پوليس دي .
د زابل چارواكي په ياده سيمه كې چاودنه مني خو چا ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبره ردوي .
د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايې ، چاودنه هغه وخت وشوه كله چې موټر له سيمي نه تير شو
http://benawa.com/details.php?id=51673