په نړۍ کې د قرانکريم پر لاس ليکلې تر ټولو ستره نسخه د يوه افغان له خوا بشپړه شوه


په افغانستان کې په لاس ليکل شوې او نقاشي شوې د قرانکريم تر ټولو لويه نسخه بشپړه او د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په سلګونو متدينو وکتله او د هغې درناوى يې وکړ.دغه لومړى ځل دى، چې په افغانستان کې د ټولو مسلمانانو مذهبي کتاب

(قرانکريم) په دومره لويې قطع او صحافت تدوينـيـږي.

د دې نسخې ليکونکى، چې د پروان ولايت اوسېدونکى دى، محمد صابر ياقوت حسيني خدري نوميږي او وايي، چې د قرانکريم دا ستره نسخه يې په پنځو کلونو کې

ټوله په ګوتو ليکلې او نقاشي کړې ده.

نوموړي په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د خپل ارمان او هڅو په هکله و ويل: ((له هغې ځايه چې دا اندېشه خداى ته د نږدې کېدو يو اعتقادي او ارماني حرکت و، هڅه مې وکړه او د خداى په مرسته مې له خپلو نهو شاګردانو سره په پنځو کلونو کې بشپړه کړه او دا زما د ژوند لويه ازموينه وه.))په لاس ليکل شوې د قرانکريم دغه بشپړه نسخه ((دوه ٢،٢٨ متره اوږدوالى، ١،٥٥ متره سور، ١٨ سانتي متره پېړوالى او ٢١٨ پاڼې لري.ياده نسخه د خطاطۍ پر لوړ مهارت ليکل شوې او له پيله تر پايه پورې د اسلامي فرهنګ په  ميناتورۍ سينګار شوې ده.د نسخې دواړه وقايې له څرمنې جوړې او په منځ کې يې د سروزرو په اوبو (قرانکريم) ليکل شوى دى.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار، د جرګې له خوا ليکونکي او د ده نهو شاګردانو ته ستاينليکونه ورکړل، د هغوى هڅې يې د قدر وړ وګڼلې او ويې ويل: ((قران کريم د ټولو مسلمانانو کتاب دى، خو موږ وياړو چې زموږ په هېواد کې داسې يو ستر قران په زحمت سره په ګوتو ليکل کېږي، خلکو ته وښودل شوه، چې زموږ خلک که په هر حالت کې وي، بيا هم له خپل دين او فرهنګ سره مينه لري.))

د قرانکريم دغه لويه په لاس ليکل شوې نسخه په کابل کې د حکيم ناصر خسرو بلخي د عامه کتابخانې په تالار کې اېښودل شوې ده.د دې نسخې ليکل د حج او اوقافو د وزارت په موافقې او د سترې محکمې د فتوا له مخې پيل شوي وو.ياده نسخه په ترکيه کې چاپ او لګښت يې د هېواد يوه روحاني شخصيت پر غاړه اخيستى و .

څرګندون پریږدئ