يو وسلوال وژل سوی او درې تنه ژوندي نيول سوي دي


ددي ولايت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتيکا ولايت په شکين سرحدي او خيرکوټ ولسواليو کې د دوو جلا جلا  نښتو پر مهال يو تن وسلوال وژل سوی او درې تنه نور ژوندي نيول سوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې سهار نژدې لس بجې د پکتيکا ولايت په شکين سرحدي ولسوالۍ کې افغان پوله ساتو ځواکونو د یوه کمين په ترڅ کې یو تن وسلوال مخالف وژلی دی په دې بريد کې ملکي وګړو او يا هم پوله ساتو ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتي.

خبرپاڼه د يو بل خبر له مخي ليکي چې بلخوا بيا نژدې غرمه مهال وسلوالو مخالفينو د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د بلوخېلو په سيمه کې د سيمه اييزو پوليسو پر ګزمه بريد وکړ، سيمې ته ملي پوليس او د ملي امنيت ځواکونه د سيمه اييزو پولیسو مرستې ته ورسېدل، چې له لنډې نښتې وروسته درې تنه وسلوال له خپلو وسلو او مهماتو سره يو ځای ژوندي ونيول سول.

تر اوسه پوري کومي ډلي ددي پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

څرګندون پریږدئ